تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ "د سخت دریځۍ ضد مبارزې ته د مسلمانو هېوادونو ملاتړ غواړي"
په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدا وروسته سعودي عربستان ته پخپل لومړني بهرني سفر کې د سخت دریځۍ پروړاندې د اسلامي هېوادونو د مشرانو د ملاتړ جلبولو په موخه وینا وکړي.
نوموړی به د یکشنبې په ورځ د سعودي ریاض کې د اسلامي او عربي هېوادونو ۵۰ مشرانو ته په وینا کې، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پروړاندې د امریکا د جګړې ملاتړ ته اسلامي هېوادونه وروبولي.
ډونلډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ په رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ چې هلته یې تود هرکلی وشو.
شنونکي وايي، ټرمپ ته د داعش پروړاندې مبارزه کې د اسلامي او عربي هېوادونو ملاتړ ډېر مهم دی.
سعودي ته د ټرمپ د سفر په لړ کې امریکا له سعودي عربستان سره د ۳۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د راکړې ورکړې تړونونه هم وکړل، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به عملي کېږي.
"شر اچوونکی" نفوذ
دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی او مهم قرارداد ګڼل شوی.
د امریکا د بهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن ویلي، غواړي د ایران "د شر اچوونکي" نفوذ مقاومت وکړي.
ټیلرسن له سعودي سره د لاسلیک شوي تړون په اړه ویلي، دا تړون د سعودي عربستان او عربي خلیج سیمه کې له اوږدمهاله امنیت او خوندیتوب سره همکاري کولای شي.
ښاغلي ټیلرسن دا هم ویلي، چې د وسلو په تړاو قرارداد "په مشخص ډول د ایران د ناوړه نفوذ او د سعودي عربستان پر ټولو پولو د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره دی".
سعودي عربستان پر ایران د یمن د حوثیانو د ملاتړ تور لګوي. دغه شیعه یاغي ډله د سعودي عربستان په سوېل ختیځو پولو کې د سعودي له ځواکونو سره لاس او ګرېوان ده.
ایران دا تورونه ردوي.
عربستان ایران د بحرین د شیعه ګانو په ملاتړ هم تورنوي.