تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا پر سعودي عربستان د وسلو پلورل محدودوي
د امریکا حکومت وايي، په یمن کې د هوایي بریدونو له امله د ولسي مرګ ژوبلې د اندېښنو په دلیل پر سعودي عربستان د وسلو پلورل محدودوي.
په پنټګان(دفاع وزارت) کې یو چارواکي ویلي، په ډېره ځیرتیا کنټرولېدونکې وسلې به نورې عربستان ته ور نه کړي.
د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا حکومت ویلي، په یمن کې د هوايي بریدونو د نښې ستونزو ته "اندېښمن" دی.
په تېر اکټوبر کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ټلوالې په هوایي برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان په یمن کې ووژل شول، چې د جنازې مراسمو کې یې ګډون کړی و.
له هغه لږ وروسته د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند نډ پرایس سعودي عربستان ته خبرداری ور کړ چې له ریاض سره د واشنګټن امنیتي همکاري "سپین چک نه دی"
خو د ځینې وسلو د پلور پر محدودولو سربېره امریکا ویلي، چې د سعودي عربستان د سرحدي امنیت په برخه کې به ریاض ته استخباراتي معلومات برابروي.
د پنټګان ویاند دا هم وایي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ هوایي عملیاتو کې برخوالو پیلوټانو ته به د ولسي وګړو د ممکنه مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره روزنه ور کړي.
تمه ده چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ نور پوځي تړونونه اجرا شي، په هغو کې د داسې چورلکو تړون هم راځي چې ارزښت یې له درې میلیارد ډالرو ډېر دی.
په ۲۰۱۴ کال په یمن کې ـ چې د سیمې یو خورا بې وزله هېواد دی ـ د جګړې له پیلېدلو راهیسې په زرګونو ولسي وګړي وژل شوي او درې میلیونه نور بې کوره شوي دي.
حوثیانو په هغه کال د عبدربه منصور هادي د حکومت په شړلو سره پلازمېنه صنعا ونیوله. د یمن د رسمي حکومت د هغه مهال ځینې وزیران عدن ته ستانه شول.
سعودي عربستان دا تور ردوي چې ګویا د یمن کورنۍ جګړه کې د ډېرې ولسي مرګ ژوبلې مسوول دی او وايي، چې د دا ډول تېروتنو د مخنیوي لپاره ډېره هڅه کوي.
سعودي عربستان د امریکا د وسلو تر ټولو لوی پېرونکی بلل کېږي.