تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا ټرمپ فېسبوک بریالی کړ؟
- Author, روري کېلان جونز
- دنده, د بي بي سي ټکنالوژۍ خبریال
د امریکا متحده ایالتونو کې، ورځپاڼې ډیموکراتیک بهیر کې خپله دنده ډېره جدي نیسي. دومره جدي چې یوه غیر امریکايي لوستونکي ته له حده ډېر ځان منونکي ښکاري.
کله چې ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو د ملاتړ مسله راپورته شي، دا ورځپاڼې باور لري چې له یوه ځانګړي نومانده د دوی ملاتړ خورا ډېر اهمیت لري او دا چې لوستونکي به د دوی هره کلمه په ډېر غور وڅېړي.
اوس پوهېږو چې دا ډول لیدلوری څومره ناسم دی، ځکه چې نژدې ټولو ګڼ-چاپېدونکو ورځپاڼو له هېلیري کلنټن ملاتړ کاوه، یا لږ تر لږه له ډونلډ ټرمپ یې ملاتړ نه کاوه. دا د هغو ورځپاڼو له چلند سره هم اړخ لګوي چې پخوا یې په خورا وفادارۍ د جمهوریپال نوماند پلوی کاوه.
اوس هم ورځپاڼې او هم پاتې اصلي او ګڼ- مخاطبې رسنۍ له دغه وضعیت سره مخامخ شوي چې ښایي د فېسبوک پرتله یې اغېزه هېڅ هم نه وي.
۱۹۹۲ کال کې د بریتانیا عام خوښوونکې ورځپاڼې، سن، ادعا وکړه د محافظه کار ګوند د بریالي کېدو لامل وه.
امریکا کې ځینې خلک پوښتي چې آیا دا ځل ټولنیزو شبکو ښاغلی ټرمپ بریالی کړ.
استدلال یې دا دی چې: ۱۵۶ میلیون امریکایان دفېسبوک غړیتوب لري او رپوټونه وايي دوه پر درېمه برخه یې له فېسبوکه خبرونه ترلاسه کوي.
سمه ده چې کېدی شي خبرونه د مېرمن کلنټن د ملاتړو ورځپاڼو په ګډون، ګڼ-مخاطبې رسنۍ تولید کړي، خو هغه څه چې پر فېسبوک وینئ ستاسې پر ملګرو او د هغوی له خوا پر شریکو شوو مطلبونو پورې اړه لري.
له دې سره د چاڼ کولو د بڼې خبره رابرسېره کېږي. هغه کسان چې ښاغلی ټرمپ خوښوي یوازې هغه کیسې ویني چې د نړۍ په هکله د دوی لیدلوری انځوروي او همدغه د لیبرالانو د نړیوال لیدلوري له مسلې سره هم اړخ لګوي.
ښایي ووايئ همداسې یو چاڼ او فلتر تل ؤ. تېر کې هم لیبرالانو د لیبرالانو ورځپاڼې لوستلې او د محافظه کارانو لیدلوری به د دوی په خپلو ورځپاڼو کې خپرېده.
د کیسې توپېر دې کې دی چې ډېریو مسولو مدیرانو به دوه کارونه کول. لږ تر لږه کله نا کله به یې متفاوت نظرونه هم خپرول او بل دا چې د هر خبر د کره والي په هکله به یې ډاډ ترلاسه کوه.
له دغو دوو، یو ټکی هم د فېسبوک په هکله سم نه دی. ستاسې د نیوز فیډ الګوریتم (هغه محاسبه چې پر بنسټ یې تاسې پورې خبرونه در رسېږي) تاسې ته هغه شیان ښيي چې فکر کوي تاسې او دوستان مو غواړئ باور پرې وکړئ، او یقیناً چې خبرونو کې د شتوو مالوماتو کره والی نه کنترولي.
هغه داستانونه چې کلنټن یې په قتل تورنوله یا دا چې اوباما یې مسلمان باله د ټرمپ د میلیونونو بالقوه پلویانو فیډ کې څرګند شوي. بله خوا یوه جوړه شوې وینا چې ۱۹۹۸ کال کې ټرمپ پکې جمهوریپالان احمقان بولي، تر اوسه هم ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي.
هم ډیموکراتانو او هم جمهوریپالو له فېسبوکه په پراخه کچه ګټه پورته کړه. ۲۰۰۸ کال کې د اوباما کمپاین ؤ چې ټاکنو کې له ټولنیزو شبکو ګټه اخیستو کې مخکښ شو.
خو د ټرمپ د کمپاین لپاره چې ډېری رسنیو د ده د سیالې پلوي کوله، فېسبوک او ټوېټر ځواکمنې وسیلې شوې چې د ورځپاڼه لیکونکو له لاسوهنې پرته، د ده پیغام تر رایه ورکوونکو ورسوي.
که فېسبوک او ورته وسیلې نه وای ډونلډ ټرمپ به سپینې ماڼۍ ته لار موندلې وه؟
ځواب یې ګران دی خو داسې ښکاري ټولنیزو شبکو هغه فکرونه چې د سیالۍ په ترڅ کې هسې هم ترخې وې، په دوو ډلو ووېشلې او کېدی شي ځینې زړه نا زړه خلک یې هڅولي وي چې ښاغلي ټرمپ ته رایه ورکړي.
دې ته په کتو ویلی شو چې فېسبوک یوازې یوه ټکنالوژي نه ده، چې یوه ډېره ځواکمنه رسنۍ ده چې مارک زکربرګ یې مسول مدیر دی.
خو داسې نښې نشته چې دغه شرکت دې چمتو وي دغه دروند مسولیت ومني او په دې برخه کې خپلې ونډې ته کتنه وکړي.
دا اونۍ زما همکارې جېن ویکفیلډ د فېسبوک د ټکنالوژۍ له مدیر، مایک شروپفر څخه پوښتنه وکړه چې د ده په آند ټولنیزې شبکې په دغو ټاکنو کې څه ونډه درلوده. د ده له ځوابه څه نه جوړېږي: "اټکل یې ګران دی، زموږ ونډه دا ده چې خلک له یوه بل سره په اړیکه کې وي او څه چې غواړي ووايي تر یوه بله یې ورسوي. دا زموږ وروستۍ موخه ده. "
البته د فېسبوک ښاغلي مشر هم د خپل آند ځینې برخې له موږ سره شریکې کړي. مارک زکربرګ چې له خپلې لور سره یې عکس پر فېسبوک خپور کړی چې د ټلویزیون له لارې د ټاکنو پوښښ ګوري، لیکلي " ما د هغو ټولو کارونو په هکله فکر وکړ چې غواړم د خپلو ماشومانو هغه نړۍ چې غواړو، جوړه کړو ".
دغه پوست کې له هغو کارونو چې پر وړاندې پراته دي "د ټولو ناروغیو درملنه، د زدکړې ښه کول، د ټولو نښلول او مساوي فرصتونو " برابرولو ته اشاره شوې. دا ټول ډېر کالیفورنیايي دي خو مخاطبانو ډېر ښه غبرګون ښودلی دی. یوه لیکلي " مننه چې له ټولنیز پلوه مسول یاست او له خپلې اغېزې مو د نیکو موخو لپاره استفاده کوئ. "
خو زکربرګ نه وایي چې د فېسبوک نفوذ د دغو ټاکنو د کمپاین په اړه د امریکایانو پر درک څنګه اغېزه کړې او یا دا چې د ډیموکراتیک بهیر لپاره ګټور ؤ.
د روپرت مرډاک او ویلیم رنډولف هرست په څېر د رسنیو دېوانو هڅه کړې پر سیاست اغېزه پرېږدي او خپله اغېزه یې ښودلې هم ده.
داسې ښکاري مارک زکربرګ هم هوډ لري داسې وښيي چې د ده د شبکې د ۱،۶ بیلیون غړو تر اغېزې، د ده اغېزه لږه یا ډېره نه ده.