د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو سیالیو په ورځو کې د امریکا او نړۍ په ځینو مسلو کې له خپلې سیالې هېلیري کلنټن سره پر لانجمنونو بحثونو بوخت شوی و.

ډونالډ ټرمپ څوک دی؟

ښاغلی ټرمپ پنځه اولاده لري. ایا هغوی پېژنئ؟

راځئ چې د ټرمپ له کورنۍ سره مو اشنا کړم.

  • ډونلډ جونیور

ښاغلی ټرمپ له لومړنۍ مېرمنې ایوانا ټرمپ څخه درې زامن لري (ډونلډ جونیور، ایوانکا، ۳۴ کلنه او اریک ۳۲ کلن)، یوه لور (۲۲ کلنه تیفاني) یې له مارلا میپلز پیدا شوې او یو زوی یې (بارون ۱۰ کلن) یې له اوسنۍ ملانیا پیدا شوی. هغه اته لمسیان هم لري.

ایوانا ټرمپ ماډله او د چک جمهوریت وه او ډونلډ جونیور له هغې او له بابا او نیا نه چکي ژبه زده کړې ده.

ډونلډ جونیور د ځوانۍ په وخت کې هڅه وکړه چې په عامو ځایونو کې ځان ډېر راښکاره نه کړي، ځکه چې په ۲۰۰۶ کال یې نیویارک ټایمز ته ویلي وو، "لېوالتیا نه لرم چې یوازې د ډونلډ ټرمپ د زوی په توګه وپېرندل شم".

خو هغه وايي وروسته یې پام شو چې د ټرمپ نوم هغه ته ډېرې ګټې رسولی شي او له هغه څه ګټه اخیستل "بې عقلي" ده.

هغه اوس د ټرمپ په سازمان کې د اجرائیوي چارو مشر دی، په ۲۰۰۵ کال یې له یوې ماډلې ونسا هیډن سره واده وکړ. دواړه پنځه اولاده لري.

البته چې د هغه پېژندګلوي له لانجو سره مله وه. له ښکار سره د ده او د ده د ورور اریک لېوالتیا له نیوکو سره مله وه. داسې انځورونه خپاره شول چې دوی دوی له یوه مړه شوي پړانګ او تمساح سره پکې ښکارېدل. ډونلډ جونیور په یوه عکس کې د یوه فیل غوڅه شوې لکۍ په لاس کې اخیستې ده.

ډونلډ جونیور خپلو پلویانو ته وویل چې "د ښکاري په توګه له هېچا بښنه نه غواړي" او ټینګار یې دا و چې د ښکار غوښه یې د زیمبابوې په یوه کلي کې بې وزله خلکو ته ورکړې وه.

  • ایوانکا

دا د ټرمپ ۳۴ کلنه لور ده، چې معمولاً تر نورو ډېره مشهوره ده.

هغه په پیل کې ماډله وه، خو اوس د ترمپ بنسټ کې د پېر او پلور او د کاري پراختیا د مرستیالې اجرائیوي مشرې په توګه کار کوي، ترڅنګ یې د ټرمپ تلوېزیوني پروګرام کې هم کار کاوه او پخپل نامه یې بازار ته ځینې بوټان هم رایستلي دي.

ایوانکا د نیویارک آبزرور ورځپاڼې له چلوونکي ‎جارد کوشنر سره تر واده کولو وروسته یهودۍ شوه او له هغه یې درې بچیان وزیږېدل.

ایوانکا د خپل پلار د ټینګې ټاکنیزې ډیموکراټې نوماندې هېلیري کلنټن له لور چلسي کلنټن سره نژدې ملګرتیا لري.

د پلتیکو وېبپاڼې په وینا، اوس دواړو خپله دوستي ځنډولې ده او پرېکړه یې کړې وه چې په ترخو ټاکنیزو منډو ترړو کې به له یوې بلې سره نه مخامخېږي.

  • اریک

دا د ټرمپ درېیم زوی دی. ۳۲ کلن اریک د خپلې خور او ورور په څېر د ټرمپ بنسټ کې کار کوي. دی په ویرجینیا ایالت کې د خپل پلار د شراب جوړونې یوه کارخونه کې مشر هم دی.

ده په ۲۳ کلنۍ کې په خطرناکو ناریو د اخته ماشومانو د لاسنیوي په پار یو خیریه بنسټ جوړ کړ او تېر کال یې د نیویارک ابزرور ورځپاڼې له خوا (چې د خور له مېړه سره یې تړاو لري) له ۴۰ کلونو د ټیټ عمر ۲۰ ډېرو بشردوستانه ځوانانو په کتار کې راغی.

د یادې ورځپاڼې په وینا، هغه "له ظاهري بڼې تر ډېره خپل پلار ته ورته دی، خو ژبه یې بېله ده".

اریک په ۲۰۱۴ کال له لارا یوناسکا سره واده وکړ. لارا وړاندې تلوېزیوني پروګرام جوړوونکې وه. دده له اس سپرېدو سره مینه ده، چې دوه اونۍ وړاندې یې د یوه واده پرمهال پر اس د سپرېدو ساتېرۍ کې دواړه لاسونه مات شول.

د اریک د شخصي وېبپاڼې په وینا، لارا د ژویو د حقونو سرسخته ملاتړې هم ده. په ډاګه نه ده چې د افریقا د لویو حیواناتو د ښکار په اړه د خپل مېړه د ښکار د لېوالتیا په اړه څه ډول نظر لري.

دوی د چارلي په نامه یو سپی هم لري او پرله پسې به یې د (#ټرمپ ملاتړی سپی) تورو په ګټې اخیستنې په ټولنیزو رسنیو کې ګټه اخیسته.

  • تیفاني

۲۲ کلنه تیفاني له ماریا میپلز څخه د ټرمپ پیدا شوې لور ده. میپلز وړاندې نڅاګره وه. هغه اوس پوره مشهوره شوې او په یوه ځای کې یې ویلي وو چې تر ټولو "غوره جنسي تجربه یې له ښاغلي ټرمپ" سره وه.

تیفاني وايي، مور یې د ښاغلي ټرمپ په مالي مرستې لویه کړې ده. د امریکايي رسنیو په وینا، تیفاني نوم یې د نیویارک د مشهور ګاڼه پلورنځي له نامه اخیستی دی.

کله چې تیفاني د پنسلوانیا پوهنتون کې پر زده کړو بوخته وه، او د سندرو نړۍ ته یې هم مخه کړه، بالاخره د "داسې مرغه" په نامه سندره یې خپره کړه.

هغه په ټویټر او انسټاګرام کې ډېره فعاله ده او داسې انځورونه خپروي چې ښيي ګني ډېر هوسا ژوند لري - خو هغه د ټرمپ هغه یوازېنۍ لور ده چې په ټویټر کې ډېر پام نه ور اوړي.

  • بارون

بارون د ټرمپ لس کلن زوی دی، چې له ملانیا پیدا شوی. هغه ته لا وخت شته چې د خلکو پام ورواوړي.

ملانیا د سلوانیا ده چې مخکې موډله وه. هغې د ماشوم پالنې یوې خصوصي وېبپاڼې ټه ویلي وو، چې د بارون د روزنې لپاره په کور کې وي او کله چې هغه ښوونځي ته ځي، دا خپل کارونه کوي.

دې یادې وېبپاڼې ته ویل: "بارون ټینګ اندونه لري او یو هوښیار ماشوم دی. هغه خپلواک دی او په ځینو مسلو کې نظر ورکوي او ښه پوهېږي چې څه غواړي. ځینې وخت ورته کوچنی ډونلډ وایم. له ظاهري بڼې زما او د پلار یوه ټولګه ښکاري، خو د شخصیت پخاطر هغه ته کوچنی ډونلډ وایم."

د اغلې ټرمپ په وینا، زوی یې له نقاشۍ سره مینه لري، لکه پلار یې "هغه د یوه شي له جوړولو او خرابولو سره مینه لري چې بیا بل شی جوړ کړي."

ښاغلی ټرمپ او زوی یې ډېرکله د فلوریډا ایالت پالم بیچ ته ځي چې د ملانیا په وینا، دوی هلته "ګولف لوبه کوي، یوځای وخت تېروي او ماښامنۍ هم یوځای خوري."