د سویدا روغتون کې د ډله ییزې وژنې ادعا: "ناروغان یې په خپلو بسترونو کې ووژل"

د عکس سرچینه، BBC / Jon Donnison
د سوریې حکومتي ځواکونه السویداء ښار کې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د پيل شویو فرقهییزو نښتو پرمهال السویداء ملي روغتون کې په "ټولوژنې "تورن شوي دي.
بي بي سي یاد روغتون ته ورغلې چېرې چې د روغتون کارکوونکي ادعا کوي ناروغان د روغتون دننه په څانګو کې وژل شوي دي.
خبرداری: دا کیسه د تاوتریخوالي د پېښو تفصیل لري.
له هر څه لیدو مخکې کرکجن بوی وبوږنولم.
د سویداء ښار مرکزي روغتون د موټر درېدو ځای کې لسګونه جسدونه په سپینو پلاستیکي کڅوړو کې اېښودل شوي دي.
ځینې یې پرانیستي دي، د هغو کسانو پړسېدلي او بدرنګ کړل شوي پاتې شوني پکې ښکاري چې دلته وژل شوي دي. زما تر پښو لاندې لاره غوړه ده او د وینو نښې پرې لیدل کېږي.
سوځنده لمر کې، هر ځای بوی خپور شوی دی.
د روغتون د عصبي جراحۍ متخصص ډاکټر وسام مسعود ماته وویل:
"دا یوه ټولوژنه وه".
"سرتېري ښار ته راغلل او ویل یې چې دوی غواړي سوله تأمین کړي، خو هغوی لسګونه ناروغان ووژل، کوچنیان او لویان دواړه. "
د همدې اونۍ په پیل کې، ډاکټر مسعود ماته یوه وېډیو واستوله، چې ده وویل د حکومتي ځواکونو له یرغل سملاسي وروسته ثبت شوې ده. په وېډیو کې مو ښځه د روغتون دننه بیايي -او د څانګو پر غولي لسګونه وژل شوي ناروغان پراته دي، چې لا هم په خپلو وینلړلو کټونو/روجاییو کې نغښتي دي.
دوی وایي د تېرې چهارشنبې په ماښام، د سوریې حکومت ځواکونه، چې هدف یې د دروز مذهب پیروان وو، روغتون ته راغلل او د خلکو وژل یې پیل کړل.
کینیس ابو متعب، چې یو له رضاکارانو دی، د وژل شویو په اړه وایي:
"دوی څه جرم کړی و؟"
د ښار یو انګلیسي ښوونکی اسامه ملک، د روغتون له دروازو بهر ماته وویل:
"دوی مجرمان دي. دوی وحشي دي. موږ هېڅکله هم پر دوی باور نه لرو".
هغه زیاته کړه:
"هغوی د یو معلول ماشوم پر سر ډز وکړ، چې یوازې اته کلن و. د نړیوالو قوانینو له مخې، باید روغتونونه خوندي وي، خو دوی موږ حتی هلته هم وویشتلو".
نوموړی وايي:
"هغوی روغتون ته ننوتل او پر هر چا یې ډزې پیل کړې. پر ناروغانو یې ډزې وکړې، هغوی چې په خپلو بسترونو کې ویده وو. "
په السویداء کې ښکېلې ټولې خواوې یو پر بل د ظلمونو تورونه پورې کوي.
د سوریې پوځ، د بدو قبیلو وسلوال او دروز جنګیالي، ټول تورن شوي چې ملکي وګړي یې وژلي او له قانونه بهر یې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تر دې دمه لا هم دا نه ده روښانه چې دقیقاً څه پېښ شوي. ځینې کسان اټکل کوي چې تېره چهارشنبه له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي، خو دا شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د سوریې د دفاع وزارت د سېشنبې په ماښام یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د هغو "ډاروونکو سرغړونو" په اړه خبر دي، چې په پوځي یونیفورم کې ورغلو کسانو د دروزو له اکثریتي ښار السویداء کې ترسره کړي دي.
د همدې اونۍ په پیل کې، د سوریې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت وزیر رائد الصالح، ماته وویل، چې د هرې خوا له لوري د ادعا شویو وحشتونو په اړه به بشپړ تحقیقات وشي.
سویداء ښار ته د لاسرسي سخت محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې د مستقیمو شواهدو راټولول ډېر ګران شوي.
دا ښار په عملي توګه محاصره شوی، د سوریې حکومتي ځواکونه کنټرول لري چې څوک دننه او څوک بهر شي.

د عکس سرچینه، BBC / Jon Donnison
ښار ته د ننوتو لپاره، موږ باید له ګڼو پوځي تلاشیو تېر شو.
چې کله موږ ښار ته دننه شوو، له سوځېدلو دوکانونو، ویجاړو ودانیو او هغو موټرو سره مخ شوو چې ټانکونو وران کړي وو. ښکاره وه چې په سویداء ښار کې سختې جګړې شوي، د دروز جنګیالي له بدو یا کوچیانو وسلوالو سره ښکېل شوي او بیا د سوریې حکومت لومړی ځل مداخله وکړه، چې اوربند پرې ومنل شي.
سره له دې چې حکومتي ځواکونو د السویداء ولایت څو دروز مېشت کلي بېرته نیولي، خو هغه ښار، چې له ۷۰ زره زیات نفوس لري، لا هم د دروزو تر بشپړ کنټرول لاندې دی.
له روغتونه له وتلو وړاندې، موږ هاله الخطيب پیدا کړه، چې اته کلنه ده او له خپلې خاله سره پر چوکۍ ناسته وه.
د هالې مخ په وینو ککړ و، ټپونه یې تړل شوي وو، داسې ښکارېده چې یوه سترګه یې له لاسه ورکړې وي. هغې موږ ته وویل، چې وسلوالو هغه وخت د هغې پر سر ډز وکړ، چې له وېرې د کور په المارۍ کې پټه شوې وه.
هاله لا هم نه ده پوه شوې چې مور او پلار یې وژل شوي دي.











