څارډله: د سوریې په وروستیو نښتو کې نږدې ۶۰۰ تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, امیر نادر
- دنده, بيبيسي نیوز
- رپوټ له:, بیت المقدس
یوه څارډله وايي چې د سوریې په جنوب کې په هغه وروستي تاوتريخوالي کې چې فرقهییزه بڼه یې خپله کړه، ۵۹۴ کسان وژل شوي دي.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې یا (اېساواېچار) له یکشنبې راهیسې په سویداء ولایت کې په شوو پراخو وژنو کې "د پاموړ وحشت" پېښې ثبت کړې دي.
دغه سازمان پرون پنجشنبه (جولای ۱۷) ماښام په رپوټ کې ویلي چې په دغو پېښو کې د (دروز) مذهبي لږکیو ۳۰۰ غړي وژل شوي چې له ډلې یې ۱۴۶ جګړه کوونکي او ۱۵۴ یې ملکي وګړي دي. د دې ادارې په وینا، له یادو ۳۰۰ تنو یې ۸۳ کسان حکومتي ځواکونو "په خپلسري ډول اعدام" کړي دي.
په رپوټ کې زیاته شوې چې په دغه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۲۵۷ حکومتي کسان او ۱۸ د (بدوي) جګړه کوونکي هم وژل شوي دي او په همدې حال کې دروز لږکیو درې بدوي ملکي وګړي وژلي دي.
د یادولو ده چې په سوریه کې دا تاوتریخوالی د ځايي (دروز) او (بدوي) توکمونو تر منځ تر یوې شخړې وروسته رامنځته شوی دی.
د رپوټونو له مخې، ۱۵ نور حکومتي کسان د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي. اسرائيلو ویلي چې دغه کار یې د دروز لږکیو د ساتنې او له سویداء سیمې د سوریې د حکومتي ځواکونو د په شا کولو لپاره کړی دی.
په بریتانیا کې مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې یا (اېساواېچار) ته د دغو شمېرو تايید په سملاسي ډول ممکن نه و. خو امنیتي سرچینو دا شمېر ۳۰۰ تنه ښودلی او د سوریې د بشري حقونو یوې بلې څارډلې بیا ویلي چې لږ تر لږه د ۱۶۹ ملکي وګړو مړینه یې ثبت او مستند کړې ده.
تر اوربند وروسته حالت

د عکس سرچینه، Reuters
له سویداء ښاره چې دروز وګړي پکې اکثریت دي، د پنجشنبې پر ورځ د حکومتي ځواکونو له وتلو وروسته په سیمه کې یوه بېټېکاوه ارامي خپره شوه. ځايي اوسېدونکو ویلي چې شتمنۍ یې لوټ شوې او یا زیان ور اوښتی او همدا راز یې د داسې صحنو رپوټونه هم ورکړي چې ګواکې په لارو کوڅو کې یې مړي پراته لیدلي دي.
د سوریې د انتقالي دولت ځواکونو د دوشنبې پر ورځ دغه ښار ته ننوتل پیل کړل چې ظاهراً یې د دروز او بدوي وګړو تر منځ تر نښتو وروسته د بېرته نظم راوستلو هڅه کوله.
خو دا کار هلته د جګړې د سختېدو او د سوریې د دروز توکم د پارېدو لامل شو چې د شیعه مذهب د یوې ځانګړې لارې او عقیدې پېروان دي.
د سوریې حکومت د چهارشنبې (جولای ۱۶) پر ماښام د خپلو ځواکونو تر وتلو مخکې هلته اوربند اعلان کړ. خو د دروز توکم یوه مشر شیخ حکمت سلمان الهجري رد کړ او ویې ویل چې "له جنګي ډلو د خپل ولایت تر بشپړ ازادۍ پورې" به جګړې ته دوام ورکړي؛ موخه یې حکومتي ځواکونه وو.
شیخ هجری چې پلویانو یې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوله، هڅه کړې چې له اسرائیلو سره نږدې اړیکې جوړې کړي. خو د سویداء د دروز ټولنې نورې څانګې بیا په سوریه کې له نوي حکومت سره د نږدې همکارۍ په تکل دي.
په اسرائيلو او د اشغال شوې (جولان) په لوړو کې هم د دروز یوه لوی شمېر وګړي شته.
اسرائيلو ولې پر سوریې برید وکړ؟

د عکس سرچینه، Reuters
د پنجشنبې پر ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې اسرائیل غواړي په زور پر سوریې خپلې ګټې تحمیل کړي. هغه زیاته کړه چې په دې نښتو کې د اسرائیل مداخله تر یوه بریده د دروز وګړو د ساتنې لپاره وه خو تر ډېره په دې موخه وه چې د دغه هېواد په جنوب کې د سوریې د پوځ د ځای پرځای کېدو مخه ونیسي.
ښاغلي نتنیاهو وویل، "له دې وروسته به دا زموږ تګلاره وي، موږ به د سوریې ځواکونو ته اجازه ور نه کړو چې د دمشق جنوبي سیمې ته ننوځي او پرې به نږدو چې دروز وګړو ته کوم ډول زیان ورسوي."
د چهارشنبې په ورځ، د اسرائيلو هوايي بریدونو په دمشق کې د سوریې دفاع وزارت ته سخت زیان ورساوه او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه هم توغندي ولګېدل. دا د تېر کال په دسمبر کې د بشارالاسد له دولت له نسکورېدو راهیسې پر خپل یوه ګاونډي د اسرائیلو په پرلهپسې بریدونو کې ناڅاپي یا ډراماتیک زیاتوالی ښيي.
د چهارشنبې پر ماښام په یوه ټلویزیوني وینا کې د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع د اسرائیلو بریدونه د خپل هېواد د بې ثباته کولو هڅه وبلله.
ښاغلي الشرع وویل، "موږ د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې، د خپلو خلکو د وقار او د خپل ملت د استقامت لپاره جګړې ته چمتو یو" او په وینا یې، "اسرائیلۍ اداره چې په پرلهپسې ډول یې زموږ ثبات په نښه کړی او د پخواني رژیم له نسکورېدو راهیسې یې نفاق اچولی، اوس یو ځل بیا هڅه کوي چې زموږ سپېڅلې خاوره د یوې نه ختمېدونکې ګډوډۍ پر نندارې بدله کړي."
احمد الشرع د سوریې دروز وګړو ته په خطاب کې وویل، "موږ منو چې ستاسې د حقونو او ازادیو ساتنه زموږ په لومړیتوبونو کې ده. موږ هېڅ راز بهرني یا کورني نفاق ته اجازه نه ورکوو."











