ملګري ملتونه: له تېر اکټوبر راهيسې په غزه کې لس زره ښځې وژل شوې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونه د اسرائيل او غزې د جګړې په تړاو خپل نوی راپور کې وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې په غزه کې ۱۰ زره ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه راپور کې چې په غزه کې د شپږ مياشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو پر مهال خپور شوی، په دغه تراړه کې د اسرائيلي پوځ او حماس تر منځ جګړه د "ښځو پر وړاندې د جګړې" په نامه ياده شوې ده.

په دغه پورټ کې ويل شوي، په تېرو شپږو مياشتو کې د وژل شويو ۱۰ زره ښځو له ډلې شپږ زره يې ميندې وې چې اوس ترې ۱۹ زره يتيم ماشومان پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي، يو شمېر ښځې چې ژوندۍ پاتې دي، کونډې شوې، بې کوره شوې او اوس له لوږۍ او قحطۍ سره مخامخ دي.

د دغه رپورټ له مخې، غزه کې له يو ميليون زياتې مېرمنې او نجونې تقريبا، "خوړو، پاکو اوبو، صابون او لومړنيو روغتيايي توکيو ته لاسرسی نه لري او له ناروغيو سره" لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو رپورټ په غزه کې د ښځو او د جګړې له امله د بېځايه شويو وضعيت "غير انساني بللی دی."

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

غزه کې د روغتيا اداره چې د حماس تر کنټرول لاندې ده وايي، د اکټوبر د جګړې له پيلېدو راهيسې نژدې ۳۴ زره فلسطينیان وژل شوي دي.

دا جګړه د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس له مرګوني بريد چې ۱۲۰۰ اسرائیليان په کې ووژل شول او ۲۰۰ يې يرغمل شول پیل شوې ده.

د يرغمل شويو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۳۰ تنه يې اوس هم د حماس سره په غزه کې دي.

په همدې حال تېره اوونۍ د اسرائيلو او ايران تر منځ پوځې شخړې نړيواله ټولنه اندېښمنه کړې چې پام به د غزې له ناورين څخه دغې جګړې ته واوړي.

څو ورځې وړاندې د يوې کوچنۍ ماشومې ويډيو چې له لوږې يې يوازې هډوکي او پوستکۍ پاتې دي، دې مسئلې ته د نړيوال پام ور واړاوه.

تېره ورځ په سانفرانسيسکو کې د فلسطيني ملاتړو يوې ډلې د ښار یو پول د څو ساعتونو لپاره بند کړ او د غزې مسئلې ته يې د نړيوالو د پاملرنې غوښتنه کوله.