د اسرائیلو جنګي کابینې د ایران د برید په ځواب کې غونډه وکړه

جنګي کابينه

د عکس سرچینه، ISRAELI GOVERNMENT HANDOUT

د اسراييلو جنګي کابينې د ايران د ډرون او توغنديو د بريد په ځواب کې د غبرګون ښودلو په اړه ناسته کړې ده.

دا ناسته داسې مهال شوې چې لوېدیځو هېوادونو په روښانه ټکو له اسرائیلو غوښتي چې له داسې پوځي اقدامه ډډه وکړي چې له ایران سره یې ټکر لا سخت شي.

رسنیو د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله ویلي چې باوري دي د دوی ځواب د ایران له برید وروسته په لږ ځنډ ورکړل شي. دغه مقام ویلي چې د اسرائیل د جنګي کابینې په تازه غونډه کې په ګڼو انتخابونو خبرې شوې او د عملي کولو لپاره يې له امریکا سره همغږي کوي.

د اسرائیلو د پوځ قوماندان جنرال هرزي حلوي هم د نورو جزئياتو له ورکړې پرته ویلي چې د ایران د برید ځواب ورګرځوي.

دی وايي، موږ مخ پر وړاندې په خپلو ګامونو فکر کوو او د اسرائیل د دولت پر قلمرو د دومره توغندیو، کروز میزایلو او ډرون دغه بریدونه بې ځواب نه پاتې کېږي.

خو په تهران کې بیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال خبرداری ورکړی چې که اسرائیل برید کوي نو سملاسي ځواب به ورکړي. علي باقري زیاته کړې چې اسرائیل به بیا دوولس ورځې وخت نه لري او په یوازې څو ثانیو کې به د ایران له ځواب سره مخ شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئيسي هم خبرداری ورکړی و چې اسرائیل به بل ځل له ډېر سخت ځواب سره مخ شي.

ابراهيم رئیسي

د عکس سرچینه، EPA

که څه هم د ایران تېر برید امریکا یوه "شرموونکې ماته بللې". د دغو درې سوو ډرون او توغندیو دا برید تقریبا په بشپړ ډول شنډ شو او ټول توغېدلي توکي په هوا کې په نښه او غورځېدلي.

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي هغه اوازې هم رد کړې چې ګنې ایران د دغه برید د وخت یا موخو اړوند معلومات ورکړي وو.

دی وايي، "موږ له ایران او ایران له موږ سره پیغامونه تبادله کړل. خو موږ هېچا ته يې د ځواب د وخت، اهدافو یا ډول اړوند څه نه دي ویلي. له وړمې ورځې مخکې داسې اټکل کېده چې سل شاوخوا بالستیک توغندي ښايي تر ټولو ښه دفاعي هوايي سیستم مات کړی شي او دا د ایران اراده وه خو تاسو ولیدل چې ماتې یې وخوړه. دا ماتې زموږ د چمتووالي او د اسرائیل د پام وړ دفاعي سیستم پایله وه."

د اسرائیل لوېدیځو ملاتړو که له یوې خوا د ایران برید په کلکه غندلی خو بلخوا یې د اسرائیلو حکومت ته سپارښتنه کړې چې له پاروونکو اقداماتو دې ډډه وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې ولسمشر بایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي چې که اسرائیل غواړي د ایران د برید پوځي ځواب ورکړي نو د امریکا د ګډون تمه دې نه لري.

د بريتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک هم پارلمان ته ویلي چې حکومت یې هڅه کوي د وینو توېدو مخه ونیسي.

هغه ویلي چې له بنیامین نتنیاهو سره خبرې کوي چې څرنګه په سیمه کې د نورو پارونو مخه ډب کړي.

بايډن او نتنياهو

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوال آژانس مشر رافایل ګراسي بیا د اسرائیل لخوا د ایران د اتومي تأسیساتو د احتمالي په نښه کولو په اړه اندېښنه ښودلې. هغه په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې د پارونو مخنیوی بېړنۍ اړتیا ده.

نوموړي وويل،"موږ تل د دغه احتمال په اړه اندېښمن یوو. څه چې زه ویلی شم هغه دا دي چې پرون په ایران کې زموږ څارونکو ته د ایران د حکومت لخوا خبر ورکړل شوی چې ټول هغه اتومي تأسیسات چې موږ يې په ورځني ډول څارنه کوو د امنيتي ملحوظاتو له امله تړل شوي.

دا به نن بیا د څار لپاره پرانیستل شي. ما پرېکړه وکړه چې څارونکو ته ووایم چې تر هغې چې حالت آرام شوی نه وي بېرته ور ستانه نشي. موږ به کار ته سبا دوام ورکړو. که څه هم زموږ پر کار يې اغېز نه دی کړی خو موږ تل د جدي لاس نیولو غوښتنه کوو."

د نړۍ نورو مشرانو هم له ایران او اسرائیل دواړو غوښتي چې له نورو پارونو تېر شي. د فرانسې ولسشمر ایمانوېل مکرون ویلي، فرانسه به په تر خپله وسه هڅه وکړي چې اسرائیل قانع کړي د ایران د برید په ځواب کې تاوتریخوالی زیات نه کړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامیرون هم په ورته څرګندونو کې له اسرائیلو غوښتي چې غچ اخیستونکی برید ونه کړي او ویې ویل چې د "تهران اقدام تقریبا یوه بشپړه ناکامي وه".

پر اسرائیل د ایران د ډرون او توغندیو له برید وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې ته په وینا کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم د منځني ختیځ خلک د یوې بشپړې ورانوونکې جګړې د خطر په ژۍ وبلل او پر ټولو لورو يې غږ وکړ چې د حالت د ترينګلي کېدو مخه ونیسي.