پر اسرائیلو د ایران بریدونو ته غبرګونونه؛ طالبان وايي ایران 'مشروع دفاعي اقدام' کړی

د عکس سرچینه، EPA
د نړۍ هېوادونو د سې شنبې په شپه پر اسرائیلو د ایران له خوا پیل شوی بریدونه وغندل او خبرداری یې ورکړ چې دا برید د منځني ختیځ سیمه لا بې ثباته کوي او په سیمه کې یې د زغم او له هر ډول تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
اسرائیل اعلان کړی و، چې ایران د شپې ۳۰۰ بې پیلوټه الوتکې او توغندي توغولي او ۹۹ سلنه یې له منځه وړې دي، د اسرائیلي پوځ په وینا د ایران سربېره له عراق او یمن څخه هم توغندي توغول شوي دي.
دلته تر دې دمه ځینې مهم غبرګونونه راخیستل شوي:
متحده ایالات
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یوې بېړنۍ غونډې له جوړولو وروسته چې لوړ پوړو امنیتي چارواکو پکې برخه اخیستې وه د اسرائیلو لپاره د "غوڅ" ملاتړ ژمنه وکړه.
بایډن د پر اېکس وېبپاڼه کې وویل: "ما یوازې د خپل ملي امنیت ټیم سره ولیدل چې د اسرائیلو په وړاندې د ایران د بریدونو په اړه د وضعیت په اړه تازه معلومات ترلاسه کړم. د اسرائیل د امنیت په اړه د ایران او د هغوی د نیابتي کسانو د ګواښونو پر وړاندې زموږ ژمنتیا پرېکنده ده".
بریتانیا
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د ایران بریدونه "بې پروا" بللي دي.
هغه وویل چې تهران "د تاوتریخوالو او د سیمې د بې ثباته کولو خطر لري" او زیاته یې کړه چې ایران "یو ځل بیا وښودله چې په خپل انګړ کې د ګډوډۍ جوړولو هوډ لري."
اروپايي ټولنه
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو همغږي کوونکي جوزپ بوریل د ایکس په اړه په یوه پیغام کې وویل چې د اسرائیلو پر وړاندې د ایران بریدونه "بې ساری زیاتوالی او د سیمه ایز امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی."
ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هغه څه وغندل چې د هغه په وینا "د ایران لخوا په اسرائیلو د لوړې کچې برید استازیتوب کوي."
هغه زیاته کړه: "زه په ټوله سیمه کې د ویجاړوونکي تاوتریخوالي د اصلي خطر په اړه ژوره اندېښنه لرم."
ګوتېرېش پر ټولو خواوو غږ وکړ چې "له هر هغه ګام اخیستو ډډه وکړي چې په منځني ختیځ کې په ډېری جبهو کې د لویې پوځي ښکېلتیا لامل کېدی شي."
طالبان
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اسرائیلو د ایران برید "مشروع دفاعي اقدام" بللی دی.
ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بخلي پر اېکس یوه پیغاهم کې لیکلي: "صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ديپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانگه په نښه کړه، چې په ځواب کې يې د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل."
نوموړي دا هم ویلي چې اسرائیل ''د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر دري دېرشو زرو زياتو ملکيانو د نسلوژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي."
د طالبانو حکومت د سیمې او نړۍ له "اغېزناکو" هېوادونو غوښتي چې "د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي".
مصر
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د دوښمنۍ د زیاتوالي په اړه خپله "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه او "د اعظمي زغم" غوښتنه یې وکړه.
په بیانیه کې راغلي دي چې د ایران او اسرائیلو په سیمه کې اوس مهال د خطرناکې ترینګلتیا شاهدي د هغه څه مستقیمه نتیجه نه ده چې مصر په وار وار خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د جګړې په نتیجه کې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو د خطرونو په اړه خبرداری ورکوي.
اردن
د اردن حکومت له بېلا بېلو خواوو څخه وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي، له هغو کړکېچونو سره چې په سیمه کې روان دی، د ډسپلین او مسؤلیت سره چلند وکړي او د داسې کړکېچ په لور ولاړ نه شي چې بې له شکه جدي پایلې ولري.
سعودي عربستان
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د "پوځي تاوتریخوالي" په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او په ټولو خواوو یې غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او سیمه او خلک د جګړې له خطرونو وژغوري.
سعودي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې "د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو لپاره خپل مسؤلیت په غاړه واخلي."
چین
د چین د بهرنیو چارو وزارت دا برید "په غزه کې د جګړې وروستۍ غځونې" زیږنده بللی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پرېکړه لیک د پلي کېدو غوښتنه یې کړې چې هلته د اوربند غوښتنه کوي او ویلي یې دي چې "جګړه باید اوس پای ته ورسېږي."
چین وايي، بیجینګ "په نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه له نفوذ لرونکو هېوادونو غواړي چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي."
فرانسه
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیګورن په X کې وویل: "د دې بې ساري اقدام کولو پرېکړې سره، ایران په خپلو بې ثباته کوونکو کړنو کې نوې کچې ته رسېدلی او د پوځي زیاتوالي خطر لري."
جرمني
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې دا برید به بې ثباته کوونکی اغېز ولري او له تهران یې وغوښتل چې دا بریدونه ودروي.
د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل: "موږ روان برید په کلکه غندو، چې کولی شي ټوله سیمه په ګډوډۍ کې ډوب کړي."
هغې زیاته کړه: "ایران او د هغې نیابتي ځواکونه باید دا سملاسي ودروي" او وویل چې برلین "له اسرائیلو سره په کلکه ولاړ دی."
کاناډا
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په اوتاوا کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې هېواد یې "په ښکاره ډول د ایران هوایي بریدونه غندي،" هغه زیاته یې کړه: "موږ له اسرائیلو سره ولاړ یو."
ټروډو وویل: "د حماس لخوا د تېر اکتوبر پر اوومه له وحشیانه برید وروسته، د ایران د رژیم وروستي اقدامات به سیمه نوره هم بې ثباته کړي او تلپاتې سوله به نوره هم ستونزمنه کړي."
اسپانیا
د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز پر اېکس د زغم غوښتنه وکړه: "موږ په منځني ختیځ کې د وضعیت خرابېدل په کلکه تعقیبوو."
ارجنټاین
د ارجنټاین د ولسمشر جاویر میلي دفتر د بریدونو په مقابل کې له اسرائیلو سره خپل "پیوستون او ټینګه ژمنتیا" څرګنده کړه.
هغه زیاته کړه چې ارجنټاین "د خپل حاکمیت په دفاع کې د اسرائیلو دولت په کلکه ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د هغو رژیمونو په وړاندې چې د ترهګري پراختیا کې رول لري."
ایټالیا
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وویل چې د هغه هېواد وضعیت په "دلچسپۍ او اندېښنې" سره تعقیبوي او "د هر ډول سناریو اداره کولو ته چمتو دی."
د ایټالیا حکومت هم اعلان وکړ چې د اوو هیوادونو د دولت او حکومت مشران چې دا مهال یې مشري کوي، د ویډیو له لارې به "په اسراییلو د ایران د برید په اړه خبرې وکړي."
مکسیکو
د مکسیکو حکومت وویل چې دا "په نړیوالو اړیکو کې د ځواک کارول غندي" او په خواوو یې غږ وکړ چې "له زغمه کار واخلي او سوله ییز حل ولټوي" ترڅو د پراخې سیمه ییزې شخړې مخه ونیسي.
پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په منځني ختيځ کې روانې ترینګلتیا ته په اشاره ویلي، چې اسلام اباد وضعیت له نژدې څاري او له میاشتو راهیسې یې هڅه دا ده چې په سیمه کې ترینګلی وضعیت ارام او په غزه کې اوربند وشي.
د اپرېل پر دویمه په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ برید ته په اشاره پاکستان لیکلي، چې اوسنۍ ترینګلتیا د همدې برید زیږنده ده. پاکستان پر ټولو خواوو غږ کړی چې له زغمه کار واخلي.











