ایران پر اسرائیلو ډرون ورتوغولي؛ تهران وايي پر کونسلګرۍ یې د برید غچ اخلي

د اسرائیلو دفاع وزارت تائید کړې چې ایران پر اسرائیلو بې ډرون ور توغولي دي. د اسرائیلو دفاع وزارت ویاند ډانیل هګري په یوه تلویزیوني وینا کې پر خپلو خلکو غږ کړی چې "ارام" و اوسي او د دوی لارښوونو ته غوږ ونیسي.
نوموړي وايي، بې پېلوټه الوتکې لا د اسرائیلو خاروې ته نه دي رسېدلي او ښايي ساعتونه وخت واخلي. د دې برید اټکل له وړاندې کېده او داسې رپوټونه وو چې ایران ورته چمتوالی بشپړ کړی و.
ښاغلي هګري زیاتوي،"موږ په بشپړ ډول دفاع او بریدونو ته چمتو یوو، موږ له امریکا او نورو ملګرو سره بشپړه همغږي لرو."
د اسرائیلو دغه چارواکی زیاتوي، چې "د دغو بې پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو لپاره یې دفاع سیستم فعال کړی دی او پوځیان د خبردارۍ په لوړه کچه کې دي."
سپاه پاسداران په لنډه اعلامیه کې ویلي، "په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د صهیونیستي رژیم دبرید په ځواب کې د سپا لسګونه بې پیلوټه الوتکو ځانګړي" ځایونه په نښه کړې دي.
ایران د اسرائیلو حکومت "صهیونیستي رژیم" بولي.
اسرائیلو پر ایراني کونسلګرۍ د برید مسوولیت نه دی منلی، خو په پراخه کچه داسې فکر کېږي، چې د دې برید تر شا د اسرائیل لاس و.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا هم تائید کړې چې د سپاه پاسدران ځواکونو "پر اشغال شویو فلسطیني سیمو د ډرون لوی برید" کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي، ایران د اسرائیلو پر خلاف هوايي برید پیل کړی چې احتمال لري څه ساعته وخت به ونيسي.
د ملي امنيت شورا وياندې اډرېن واټسن ويلي، د امريکا ولسمشر جو بایډن ته "د هغه د ملي امنیت د ټیم لخوا په منظم ډول د وضعیت په اړه معلومات ورکول کېږی".
نوموړې وايي، "د ده ټیم له اسرائیلي چارواکو او نورو شریکانو او متحدینو سره په دوامداره اړیکه کې دی."
نتنیاهو: هرې سناریو ته چمتو یوو
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل ملت په وینا کې ویلي چې پوځ یې "هرې سناریو ته چمتو دی." نوموړی زیاتوي، "د اسرائیلو خلک په تېرو څو کلونو کې په ځانګړي ډول په تېرو څو اوونیو کې د ایران مخامخ برید چمتو وو."
"زموږ دفاعي سیستم فعال شوی، هرې سناریو ته چمتو یوو، که دفاع وي او که یرغل. د اسرائیلو دولت پياوړ دی. د اسرائيلو پوځ ځواکمن دی."
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، که هرڅوک ورته زیان ورسوي، دوی به هم زیان ور اړوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ډلېور په نامه یوه ایالت ته خپل سفر لنډ کړی او بېرته سپېنې ماڼۍ ته ګرځېدلی دی. هغه پرون (جمعه) ایران ته خبرداری ورکړی و چې "برید ونه کړي." نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی و چې د اسرائیلو دفاع به کوي.
ټاکل شوې نوموړی په دې اړه وروسته خبرې هم وکړي.








