د ايران له دننه ځانګړی راپور

د ویډیو تشریح، د ايران له دننه ځانګړی راپور

داسې حال کې چې د ايران او بل پلو د امريکا او ملګرو ترمنځ يې ترينګلتيا په زياتېدو ده، بي بي سي ته، ايران ته د ورتلو اجازه ورکړل شوې ده. ايرانيان د دې پر سر په غوسه دي، چې ډونلډ ټرمپ تېر کال له اتومي تړونه ووت، او پر دغه هېواد یې ځپونکي بنديزونه ولګول. د بي بي سي خبريال مارتن پېشنس د کامروال نېک ميلارډ او راپور جوړوونکې کارا سوېفټ په ملګرتيا تهران او د قم سپېڅلي ښار ته ورغلی و، او د دغې سختېدونکي کړکېچ په اړه يې له ايرانيانو سره خبرې کړې دي. داسې حال کې چې دوی دغه هېواد کې وو، د فېلم اخيستو لاسرسی يې تر څار او کنټرول لاندې و، لکه له ټولو بهرنيو رسنيو سره چې کېږي، د بي بي سي خبري ډلې سره هم ټولو وختونو کې يو حکومتي استازی ملګری و.