تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ختیځې آسیا د ځینو هېوادونو ځوانان خپل مذهب بدلوي
د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې د ختیځې اسیا د ځینو هېوادونو وګړي د نړۍ نورو هېوادنو پرتله خپل مذهبونه بدلوي یا بیخي د بې دینۍ لاره غوره کوي.
جون سویلي کوریا کې په یوه عیسوي کورنۍ کې لوی شوی خو د ډېرو نورو سویلي کوریا وګړو په څېر د هغه مذهبي عقیده اوس د هغه د ماشومتوب د پېر له مذهبي عقیدې سره یې هیڅ ورته والی نه لري. هغه اوس ځان د اګنوسټیک (بې عقیدې) په توګه پېژني.
د جون مور او پلار لا هم په عیسویت باور لري.
نوموړی وايي، که مور او پلار مې خبر شي، چې بې ایمانه شوی دی ښايي ډېر خواشیني شي.
هغه نه غواړي خپل مور او پلار خواشیني کړي، نو غوښتنه یې وکړه، چې موږ د هغه د معرفي کولو لپاره یو مستعار نوم وکاروو.
هغه په داسې کورنۍ کې لوی شوی، چې هر غړی یې د سهار په شپږو بجو له خوبه پاڅېږي او "د انجیل آیتونه یوځای لوستل".
د جون تجربه او باورونه په حقیقت کې د یوې نوې څېړنې د پایلو انعکاس دی، چې د پیو په نامه یوه څېړنیز مرکز ترسره کړي.
د دې څېړنې پایلې ښيي، چې د ختیځې اسیا ځینې هېوادونو کې له مذهب څخه د تېښتې یا د مذهب د بدلولو کچه یې تر ټولې نړۍ لوړه ده.
په دې څېړنه کې له لسو زرو کسانو څخه د هغوی د عقایدو په اړه پوښتنې شوې او ډېرو یې ویلي چې د دوی اوسنۍ دیني عقیدې د هغو مذهبي عقایدو په شان نه دي، چې دوی ورسره لوی شوي دي.
هانګ کانګ او سویلي کوریا د دې نوملړ په سر کې دي.
په دغو دوو هېوادونو کې ۵۳ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي، چې دوی یا خپل دین بدل کړی او یا په بشپړ ډول بې دین شوي دي.
دا شمېره په تایوان کې ۴۲ سلنه او په جاپان کې ۳۲ سلنه دي.
په داسې حال کې، چې په ۲۰۱۷ کال کې په اروپا کې د یوې ورته سروې په ترڅ کې د سیمې په هېڅ یوه هېواد کې د هغو کسانو کچه چې خپل دین یې بدل کړی یا یې عقیده له لاسه ورکړې وه له ۴۰ سلنې لوړه نه وه.
همدارنګه په متحده ایالاتو کې په یوه سروې کې، چې یو کال دمخه ترسره شوې، یوازې ۲۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی خپل مذهب بدل کړی یا بې دین شوي دي.
خو د هغو کسانو تر ټولو لویه ډله چې خپل مذهبي هویت بدلوي هغه دي چې د خپل دین له بدلولو وروسته بیا ځان د کوم دین پیروان نه ګڼي.