پاکستان کې دین ته د سپکاوي په تور د سریلانکايي وژنه؛ سریلانکا وايي، عامیلن باید محاکمه شي

د پاکستان پنجاب ایالت کې اسلام ته د سپکاوي په تور د یوه سریلانکايي سړي له وژل کېدو پېښې ته غبرګون کې د سري لنکا لومړی وزیر مهندرا راجا پکشا وايي، 'هیله من دی، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به خپله ژمنه پوره کړي او د پېښې عاملین به عدالت ته راکاږي. ''

لومړي وزیر پکشا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دې پېښې سخت خواشینی کړی او د وژل شوي کس له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

دې پېښې ته غبرګون کې د سري لنکا لوبو او ځوانانو چارو وزیر نمل راجاپکسا وايي، که په ټولنه کې د سخت دریځۍ مخه و نه نیول شي، هر څوک له دې ډول پېښې سره مخامخېدای شي.

ښاغلي راجاپکسا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''په پاکستان کې د سخت دریځو ډلې له لاسه د پریانتها دیاواډانا وژنه داسې پېښې ده، چې پرې پوهېدل سخت دي. په داسې حال کې چې زه د لومړي وزیر عمران خان هغه ژمنه ستایم چې وايي، عاملینو ته به سزا ورکړل شي، باید په یاد ولرو چې که سخت دریځو ته په ازادۍ سره د فعالیت اجازه ورکړل شي، هر څوک له داسې پېښې سره مخامېدای شي. ''

د یادونې ده، چې تېره ورځ (جمعه) د پاکستان پنجاب ایالت په سیالکوټ ښار کې قهریدلو ډلو د سري لنکا یو اوسېدونکی پریانتها کومارا چې د سیمې په یوه کارخانه کې یې دنده درلوده، وواژه او مړي ته یې اور ورته کړ.

ځايي پولیس وايي، د دې پېښې لړ کې یې یو مهم مشکوک کس نیولی دی.

له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان، دغه برید یوهَ بوږنوونکې کړنه وبلله. ښاغلي خان ویلي، چې د پریانتا کومارا په نامه د دغه سړي په ژوندونې سوځونه د پاکستان لپاره د شرم ورځ ده او ژمنه یې کړې، چې په تړاو به یې د پلټنو بهیر پخپله وڅاري.

سیالکوټ کې څه پېښ شول؟

د عیني شاهدینو په خبره له پرون سهار وروسته د یوې ځايي کارخانې کارګرانو کې ګنګوسی و، چې پریانتها کومارا دین ته سپکاوی کړی، وروسته کارګران د احتجاج لپاره بهر ته ووتل او په همدې ترڅ کې ځینې کسان بېرته کارخانې ورغلي او پریانتها کومارا یې وژلی دی.

د مرستندویه ادارې (ریسکیو) یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، نژدې ۱۱ نیمې بجې دوی د پېښې ځای ته داسې حال کې ورسېدل چې لږ شمېر پولیس سرتېري هلته بهر ولاړ وو او پر وژل شوي کس په کارخانه کې دننه تشدد شوی و.

دغه چارواکی وايي، د خلکو شمېر خورا ډېر وو، ''نه خو زموږ لپاره او نه هم د بل چا لپاره شونې وه، چې د وژل شوي کس ژغورنې لپاره څه وکړي. ''

د مرستندویه ادارې دا مسوول وايي، هلته له رسېدو نژدې یو ساعت وروسته دوی وتوانېدل د وژل شوي کس سوځول شوی مړی روغتون ته ورسوي.

د پېښې یوه بل عیني شاهد په خبره د کارخانې کارګرو تر ډېره احتجاج کاوه، د شاوخوا سیمې ځینې اوسېدونکي هم ورسره یو ځای شول او ځینې کسانو پاروونکې ویناوې وکړې.

د دې عیني شاهد په وینا وروسته یو شمېر کسان له وسلې، کوتکو سره کارخانې ته ننوتل او پریانتها کومارا یې وواژه.