تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان دین ته د سپکاوي مخنیوي لپاره له فېسبوکه مرسته غوښتې
پاکستان وايي، له فېسبوک ادارې یې غوښتي، چې د پاکستانیانو لخوا پر فېسبوکپاڼه د دین خلاف موادو خپرېدو په اړه څېړنه کې ورسره مرسته وکړي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت په خبره، فېسبوکپاڼې چارواکو په دې لړ کې د خبرو لپاره پاکستان ته د یوه پلاوي لېږلو ژمنه کړې ده.
دین ته سپکاوی پاکستان کې خورا حساسه موضوع ده. یو شمېر کسان وايي په دغه هېواد کې دین ته د سپکاوي قانون چې له مخې یې ځینې مهال د اعدام سزا هم ورکول کېږي کله نا کله پر لږکیو د فشار لپاره بې ځایه استعمالېږي.
د روانې اونۍ پیل کې لومړي وزیر نوازشریف پر ټولنیزو رسنیو د دین خلاف موادو خپرونکو خلاف فعالیت سره همغږي اعلان کړه.
د خپل ګوند پر رسمي ټویټر پاڼه نوموړي ویلي، دین ته سپکاوي ' د نه بښلو وړ جرم دی. ' د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار د پاکستان دغه هوډ بیا تکرار کړ.
نوموړي ډان ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي:
''فېسبوک او نورې ټولې هغه پاڼې به چې خدمتونه وړاندې کوي دین ته د ټولو سپکاوي کونکو په اړه معلومات له موږ سره شریکوي. ''
داسې ډېر څه نه دي ویل شوي، چې تر اوسه دین ته د سپکاوي په تړاو څومره انلاین مواد موندل شوي دي، خو ماضي کې د اسلام پیغمبر تصویرونه او پر قرانکریم نیوکې هغه څه وو، چې دین ته سپکاوی بلل کېدل.
خو یو شمېر اعتراض کونکي وايي دغه نوی ګام یوازې د مخالفانو ځپلو لپاره یوه پلمه ده.
دا وروستیو کې دغه هېواد کې پنځه لبرال فعالان او بلاګ لیکونکي بې درکه شول او پرې ټولنیزو رسنیو کې دین ته د سپکاوي تور پورې شو.
دا په پاکستانۍ ټولنه کې، چې تر ډېره حده محافظه کاره بلل کېږي خورا سخت تور بلل کېږي، چې کېدای شي پایله کې یې تورن کسان د ولسي غوسې ښکار شي.