تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د مدني فعالانو او مذهبي ګوندونو اییتلاف شخړه
د پاکستان کراچۍ ښار کې د مدني فعالانو او مذهبي ګوندونو یوه اییتلاف تر منځ شخړه شوې.
د بشري حقونو، محصلینو، مزدورانو او مدني فعالانو یو شمېر سازمانونو د کراچۍ پریس کلب پر لور د تري تم شویو لیکوالو سلمان حیدر، وقاص ګورایه او عاصم سعید ورکېدو خلاف مظاهر کوله، چې په ورته مهال د یو شمېر مذهبي ګوندونو اییتلاف ' لبیک یا رسول الله ' هم له همدې پریس کلبه د لاریون اعلان وکړ.
پولیسو دواړو لوریو ته لارښوونه وکړه، چې د لاریون پر ځای مظاهره وکړي.
د مذهبي ګوندونو اییتلاف کارکونکو د پریس کلب پر وړاندې مظاهره وکړه او تور یې پورې کړ، چې بې درکه شویو لیکوالو مذهب ته سپکاوی کړی، چې د دوی په خبره باید سخته سزا ورکړل شي.
کله چې د ودانۍ مخې ته دواړه لوري یوه بل ته نژدې شول، د مذهبي ګوندونو اییتلاف کارکونکو شعارونه ورکړل او د فعالانو پر مظاهره یې د ډبرو ګوزارونه وکړل.
د بشري حقونو سازمان مشر اقبال بټ په خبره د دغو ګوزارونو پایله کې د دوی یو شمېر ملګري ټپیان شول او په غونډه کې ګډوډي رامنځته شوه.
ویل کېږي پولیسو یو شمېر کارکونکي نیولي دي. غونډې ته وینا کې د ښځو حقونو فعالې او مشهورې نڅاګرې شیما کرماني ویلي، ' باید د بیان ازادي ولرو، هسې نه چې موږ ولیکو او زندانونو ته واستول شو، دغسې کړه وړه د منلو نه دي. '
د کراچۍ پوهنتون استاد ریاض احمد په خبره د دوی د احتجاج له کبله ' د حکومت تر څنګ مذهبي '' ټیکه داران '' هم پاریدلي دي او د پولیسو په مرسته پر ښځو د کوتکو ګوزارونه کوي. '