تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: احتجاجیانو د تري تم شویو لیکوالو د موندنې غوښتنه کړې
د کراچۍ او پېښور پریس کلبونو په ګډون د پاکستان یو شمېر ښارونو کې سلګونو کسانو احتجاجي غونډو کې د څلورو ورکو بلاګ لیکوالو موندنې غوښتنه کړې.
تر اوسه چا د دغو کسانو نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
د بې درکه بلاګ لیکونکو په اړه ویل کېږي، چې د پاکستان پوځ په اړه یې پر ټولنیزو رسنیو نیوکې کړې وې.
د دوشنبې پر ورځ د پاکستان پارلمان د دغو لیکوالو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
چارواکي وايي له بې درکه کسانو نه د یوه، سلمان حیدر په اړه معلومات کوي، چې بلوچستان کې یې په د بې درکه شویو کسانو په اړه کمپاین کاوه.
د دغو کسانو پلویان پر امنیتي ادارو تور لګوي، چې په پټه یې نیولي دي. د پاکستان بشري حقونو ادارې پخواني مشر سناتور افراسیاب خټک په دې اړه اسلام اباد کې یوې غونډې نه وویل:
''دا دولتي بدمعاشي ده، هر چا چې دغه کسان نیولي، قانون یې تر پښو لاندې کړی دی. دا هېواد د کوم جنرال، کوم بیوروکرات، فیوډال یا پانګه وال سره تړاو نه لري، دغه هېواد د خپلو خلکو اړوند دی او موږ به پټه خوله پاتې نه شو. ''
د دغو کسانو بې درکه کېدو هغه لبرالان هېښ کړي، چې پاکستان کې ټولنیزو رسنیو کې فعال دي.
لبرال کاروونکي هېښ شوي. پاکستان داسې یو هېواد ګڼل کېږي، چې له ډېرې مودې راهیسې په کې پوځیان په کې د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو د خوندیتوب لپاره د سخت دریځو اسلام پالو پالنه کوي.
ډېری په دې باور دي چې پاکستاني ملکي چارواکي د دغو کسانو د برخلیک په اړه ځان ناګومان بولي او داسې فکر کېږي، چې پوځي استخبارات د دغو کسانو په درکه کېدو کې ښکېل دي.
په داسې حال کې، چې پاکستان کې دیموکراسي پلوه فعالان رټل کېږي، په ټولنیزو رسنیو کې یې ځای جهادي ډلې او کسان نیسي او په دغو رسنیو کې پر ولسواکي پلوو کسانو لفظي بریدونه ډېرېږي.
له هغه دوې ورځې وروسته، چې بلاګ لیکونکی وقاص ګورایا او خپلوان یې عاصم سعید لاهور کې بې درکه شول، د پوهنتون استاد او مشهور شاعر سلمان حیدر د جمعې پر ورځ وروستی ځل اسلام اباد کې لیدل شوی و.
یو بل بلاګ لیکونکی احمد رضا ناصر د شنبې پر ورځ لاهور ته نژدې له شیخوپورې سیمې نه بې درکه شوی و.
د پاکستان بشري حقونو کمېسیون ویلي د دغو کسانو بې درکه کېدل هېښوونکي دي.
بل لور ته هېومن رایټس واچ ویلي د پاکستان حکومت باید د دغو کسانو موندنې لپاره سملاسي لاس پر کار شي.