قبایل: پاکستان دې زموږ پر تګ راتګ بندیز نه لګوي

    • Author, نعمت الله کریاب
    • دنده, بي بي سي

پاکستاني چارواکو د ډيورنډ د کرښې په خپله خوا کې د قبایلي سيمو پر اوسېدونکو دوه ورځې وړاندې بندیز ولګاوه چې له دې وروسته له پاسپورټ او وېزې پرته افغانستان ته نه شي تلی.

د کرښې دواړو غاړو ته پرتو یو شمېر خلکو اندېښنه ښودلې چې له دې امله به د دوی پر ژوند او سوداګرۍ ناوړه اغېز پرېوزي.

دا د پاکستان له جوړېدو راهیسې لومړی ځل دی چې د ډیورنډ د کرښې د پاکستان په خوا کې په پرتو قبایلو بندیز لګول کیږي چې بې پاسپورټ او ویزې افغانستان ته نشي تلی.

په تورخم کې ځايي خلکو او افغان چارواکو بي بي سي ته وویل، دا بندیز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه لګول شوی او پاکستاني چارواکي په خپله خوا کې پراته قبایل پر تورخم له پاسپورټ او وېزې پرته افغانستان ته نه پرېږدي. د پاکستان چارواکو څو میاشتې مخکې لا دغه خبرداری وکړی وو او دا دلیل وړاندې کوي چې دا کار د اورپکۍ د مخنیوي په موخه کوي.

خو د قبایلي سيمو ځينو اوسېدونکو بي بي سي ته وویل له دې کبله دوی ته اوس لا ډېر اقتصادي زیان رسېدلی:

"د خلکو مزدوري بنده شوه، پخوا چې به دې غاړې ته مزدورۍ ته راتلل اوس نه راځي. پخوا ، چې به شل کسه راتلل اوس به درې څلور راځي، شناختي کارډ بند دی پاسپورټ به جوړوې د پاسپورټو نه خواهش څوک نه لري، ځکه هغې کې سهار او ماښام د ټاپې ضرورت دی او مزدور سړی ددې وس نه لري لکه د پاسپورټ فیصله څوک نه مني."

یو بل اوسېدونکی وايي: "نه دا درې شپې کیږي چې په شناختي کارډ څوک نه را پریږي صرف پاسپورټ والا ځي راځي او بس، چیکن ډیر زیات دی په هر ځای کې پاسپورټ جیک کوي، پخوا حالات ښه وو د پاسپورټ ماسپورټ خبره نه وه کاروبار هم ښه وو هر سړی به ته راته که مالداره وو او که غریب اوس خو چې څوک پاسپورټ نه لري نه يې پریږدي، ښه مزدوري به مو کوله دې ګیټ خواته ډېر خلک ولاړ دي، چې پاسپورټ او شناختي کارډ نه لري نه پرېږدي."

رپوټونه وايي د اوس لپاره یواځې د لواړګي شینوارې له پاسپورټ پرته افغانستان ته تلی راتلی شي.

خو ویل کیږي چې د لواړګي اوسېدونکو ته دا اجازه هم موقتي ده او دغه بندیز به وروسته پر دوی هم لګول کېږي.

په لومړي ګام کې د خیبر پښتونخوا ځينو قبایلي مشرانو د پاکستان دغه پرېکړه ناسمه بللې او وايي چې دا به ددوی پر ژوند او روزګار ناوړه اغېز وکړي. د خیبر ایجنسۍ یو قبایلي مشر او د پاکستان د ملی اسامبلۍ غړی شاجي ګل افریدی وايي هېڅکله به هم حکومتونه د کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک سره بېل نه کړي.

ښاغلی افریدی له افغان حکومت نه هم ګیله لري او وايي چي د پخوا په څېر د قبایلو خیال نه ساتي:

"د قبایلو حیثیت به همغه ډول وي،کوم چې د پاکستان د جوړېدو نه مخکې وو. دا کوم خپل میراث ګڼو دا زموږ حق دی دا زموږ قانوني حق دی، ځکه چې پاکستان د نورو هېوادونو پر پولو پرتو خلکو ته ورکړی، د ګلګت بلتستان، د کشمیر او د ګوادر خلکو ته دغه حق ورکړل شوی او موږ به هم دغه خپل حق اخلو او څوک يې رانه اخیستی نه شي او که د څه ناسم پوهاوي له امله دغه کار شوی، هم وي په دوه درې ورځو کې به حل شي. هېڅ سوال نه پیدا کېږي، چې دغه پالیسي په موږ ولګېږي، ولې چې موږ دواړو غاړو ته یو وروڼه خلک یو، یوه مو ژبه ده یو مو رواج دی، نیم اخوا یو نیم دېخوا یو."

افغان حکومت وايي قبایل لکه د پخوا د کرښې دې پلو راتلی شي، د سرحدونو او قبایلو وزارت سر پرست عبدالغفور لیوال بي بي سي ته وویل تر اوسه لا د کرښې د هغې غاړې وګړو یا د پاکستان حکومت دوی ته د دغې نوې تګلارې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني حکومت له وړاندې پر تورخم او نورو ځایونو د تګ راتګ شرایط سخت کړي، خو افغانستان ته د تګ راتګ لپاره پر قبایلي وګړو د پاسپورټ او وېزې د اخسیتلو شرط نوې خبره ده.

ځکه د ډيورنډ پر کرښه پرتو قبایلي وګړو په دودیزه توګه اجازه درلوده چې یوازې د خپل کارت یا پېژندپاڼې په ښکاره کولو د کرښې دواړو خواوو ته آزاد تګ راتګ وکړي.