تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف د اسلامي هېوادونو د پوځي اتحاد مشر شو
پاکستان کې ځايي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد پخوانی پوځي مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د ترهګرۍ ضد د ۳۹ اسلامي هېوادونو د اتحاد مشر ټاکل شوی دی.
یوه ځايي ټلویزیوني چینل جي یو سره د خبرو اترو پر مهال د دفاع وزیر خواجه آصف د دې پرېکړې پخلی وکړ، خو د تړون په اړه یې نور تفصیل ور نه کړ.
ښاغلي آصف وویل دا پرېکړه حکومت سره له سلا مشورو وروسته شوې.
د ۲۰۱۵ کال ډسمبر میاشت کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ د څه د پاسه ۳۰ اسلامي هېوادونو د پوځي ټلوالې د جوړولو پلان شوی و.
په دغه اتحاد کې په لومړي سر کې ۳۴ هېوادونه ول خو وروسته دغه شمېر ۳۹ هېوادونو ته ورسېد.
د اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد کې مصر، قطر، متحده عربي امارات، ترکیه، مالیزیا، پاکستان او ځینې افریقايي هېوادونه ګډون لري.
راحېل شریف د مشهورې کورنۍ غړی دی. پلار یې په پوځ کې جګړن و او ورور یې جګړن شبیر شریف چې اوس مړ دی، د پاکستان د زړورتیا تر ټولو مهم مډال( نشان شجاعت) ترلاسه کړی و. ده د تېر کال نومبر میاشت کې تقاعد وکړ.
د ۲۰۱۳ کال په ژمي کې له یو ولسي حکومت بل ولسي حکومت ته د واک د تاریخي لېږد په مهال جنرال شریف هم د پوځي مشر څواکۍ ترلاسه کړه.