تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد: د بشري حقونو فعال پروفیسور لاهم تري تم دی
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د بشري حقونو فعال، لیکوال، شاعر او پروفیسور سلمان حیدر له تېرې جمعې شپې څخه تری تم دی، خو پولیس وايي، هڅه کوي، چې ښاغلی حیدر به ژر راخوشی کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان پولیسو او امنيتي اورګانونو ته امر کړی، چې د لادرکه پروفیسور د بېرته راخوشې کېدو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.
ښاغلی حیدر د اسلام اباد په یوه پوهنتون کې پروفیسور دی او له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د بشري حقونو لوی فعال دی. د بشري حقونو فعالان وايي، سلمان حیدر به تل د تري تم شویو کسانو د لټون لپاره غږ پورته کاوه.
د سلمان حیدر کورنۍ وايي، هغه د جمعې په شپه له ملګرو سره و او کور ته يې ویلي ول چې، ماښام اته بجې به راځي، خو وروسته يې له ګرځنده ټيلېفون کور ته پېغام ورکړل شوی، چې د هغه موټر دې له کورال څلور لارې څخه بوځي.
د پروفیسور سلمان حیدر د تښتونې مسوولیت تراوسه لاهم چا نه دی قبول کړی، خو پر خواله رسنیو د نوموړي د تري تم کېدا تر شا د دغه هېواد څارګرې ادارې تورنې بلل کېږي. تر دې پخوا هم وروته پېښو کې همدغو ادارو ته ګوته نیولې شوې.
پروفیسور سلمان حیدر د اردو ژبې یو نامتو شاعر هم و، چې تر ټولو مشهوره نظم يې "زه هم کافر، ته هم کافر " دی. یاد نظم چې د توندلارو ډلو ضد يې ليکلی، پر خواله رسنیو د ښاغلي حیدر د تری تم کېدا وروسته یو ځل بیا بېخي ډېر شریک شوی دی.
په اسلام اباد کې تردې وړاندې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د سلیم شهزاد په نامه یو خبریال تري تم شوی، چې وروسته يې مړی وموندل شو.
د شهزاد د تري تم کېدا او وژلو تور په پاکستان کې دننه او بهر د دغه هېواد پر څارګرو ادارو پورې کېده، خو هغوی دغه ډول تورونه ردوي.