تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې یوه مېرمن دین ته د سپکاوي په تور نیول شوې
د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې پولیسو هغه مېرمن چې ځان یې یهودۍ معرفي کړی دین ته د سپکاوي په تور نیولي، خو قهرجن مظاهره چیان د بند خونې بهر راغونډ شوي او غوښتنه لري چې مېرمن دوی ته په لاس ورکړل شي.
د کراچۍ په بلاول کالونۍ سیمه کې یوه حکومتي چارواکي پر دغې مېرمن په محکمه کې دعوه ثبت کړې ده.
احمد نواز نومي د پولیسو یوه مشر ویلي چې دوی نن (پنجشنبې) سهار شاوخوا لس نیمې بجې په ګزمه راوتلي وو چې ورته خبر ورکړل شو چې هلته یوې مېرمنې قران ته سپکاوی کړی، پولیسو ویلي سیمې ته له رسېدو سره یې وکتل چې یو زیات شمېر خلک هلته راغونډ شوي وو.
ادعا کوونکي ویلي د قران پاک سوځونکي دا ښځه د دوو نورو مېرمنو لخوا چې خپل نومونه یې ارم او ماریه ښودلي نیول شوې وه. ارم ویلي هغه په رکشه کې چېرې روانه وه او ویې لیدل چې یوه ښځه قران پاک سوځوي، چې دې ونیوه.
ارم ویلي د دې ښځې په لاس کې بنګړي هم وو او دې له لاسو او بنګړیو ټینګه ونېوله چې له دې سره د خلکو ګټه ګوڼه جوړه شوه.
د دې قضیې یوه بل مدعي احمد نواز بي بي سي ته ویلي "دا مېرمن مسلمانه" ده.
نوموړی وايي، "دا مهال قهرجن خلک راغونډ شوي او غوښتنه لري چې نیول شوې مېرمن دوی ته وسپارل شي خو داسې نه شي کېدای ، هغه نیول شوې ده محاکمه به یې کېږي که خلک له دې ځایه لرې شي نو مونږ به یې په اړه لا ښې پلټنې وکړای شو. "
د دې پېښې ځينې ویډیوګانې هم ټولنیزو رسنیو ته راوتلي او پکې نیول شوې مېرمن بېلابېل ډول څرګندونې کوي له نیول شوې مېرمن چې عمر به یې د ۳۰ او ۳۵ کالو تر منځ وي په یوه ویډیو کې پوښتنه کېږي چې قران پاک یې ولې سوځاوه نو دې یې په ځواب کې ویلي "چې زه یهودۍ یم او مسلمانان له یهودانو بده وړي"، بیا ورڅخه پوښتنه شوې چې ایا ته ذهني ناروغه یې نوموړي بیا د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي، "که ذهني ستونزه یې لرلای نو له دومره لرې به دلته راتله. "
په یوه بله ویډیو کې ښکاري چې دوه مېرمنو دا ښځه کلکه نیولي او کش کاږي یې په داسې حال کې چې تر شاه یې یو زیات شمېر خلک غږ کوي چې "دا په سړک ځوړنده کړئ."
له دې خبرو اترو وروسته خلک ورڅخه بیا غواړي چې پولیس به پر دې څه وکړي؟ دا همدلته مونږ ته پرېږده چې پر سړک یې وسوځوو.