تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: دين ته د سپکاوي په تور د يوه کس له وژل کېدو وروسته لسګونه کسان نيول شوي
پاکستاني پوليس وايي د پنجاب په خانيوال کې د قهرجنو خلکو له خوا دين ته د سپکاوي په تور د يوه کس له وژل کېدو وروسته يې لږ ترلږه ۶۲ کسان نيولي دي.
دا پېښه شنبه (فبروري ۱۲) نېټه هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو کس دين ته د سپکاوي په تور په وهلو او ډبولو ووژل شو.
پوليس وايي، د دغه کس د وژلو په تور د ۳۳ تنو چې نومونه يې معلوم دي او ۳۰۰ هغه کسانو چې د نومونو په اړه يې معلومات نشته هم مقدمه ثبت کړې ده.
پوليس وايي، "موږ ته خبر ورسېد چې يوه کس قران شريف ته اور اچولی، کله چې د پېښې ځای ته ورغلو، هلته راغونډ شويو کسانو نارې وهلې او يو کس يې نيولی او شکنجه کړی و".
د پوليسو په وینا، دوی هڅه وکړه چې خلک قانع کړي خو هغوی په لرګيو او سوټيو د دغه کس وهلو ته دوام ورکړ، چې له تشدد وروسته دغه کس ساه ورکړه او بيا قهرجنو خلکو يې جسد په ونې پورې وتاړه.
د پنجاب پولیس په وینا د پېښې لومړنی رپورټ د پنجاب اعلی وزیر ته سپارل شوی او پولیسو د تورنو کسانو د نیولو او د شته ويډيوګانو په مرسته د شپې په بېلابېلو ځایونو کې له ۱۲۰ څخه زیاتې چاپې کړې دي.
پولیس دا هم وايي چې د دوی ټیمونه د نورو کسانو د نیولو لپاره عملیات کوي.
خانيوال کې يوه خبريال قلزم بشير احمد د دغه وژل شوي کس نوم مشتاق احمد ياد کړی چې د چک اوسېدونکی و.
یاد خبريال د ځايي خلکو له قوله وايي، تورن کس ذهني ناروغ دی، له څو ورځو راهيسې له کوره بهره و، مېرمن يې څلور کاله وړاندې له هغه جلا شوې وه او ماشومان يې له ځان سره وړي وو.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان د پېښې غندنه کړې او زياته کړې یې ده "هر کس يا ډله چې قانون په خپل لاس کې واخلي د زغملو وړ نه دی".
نوموړي په دې پېښه کې د ښکېلو کسانو او هغو پولیس چارواکو چې په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي د پلټنې غوښتنه کړې .
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې دين ته د سپکاوي په تور خلک وژل کېږي تر دې وړاندې هم د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې ځينې کسان په دې تور وژل شوي دي.