چمپینز ټرافي: د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ لوبه د باران له کبله بې پايلې شوه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د چمپينز ټرافۍ سياليو کې د افغانستان او اسټراليا تر منځ لوبه د باران له کبله بې پايلې ختمه شوه او دواړو لوبډلو ته يو يو پواينټ ورکړل شو.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه غوره کړه، د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته یې ۲۷۳ منډې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې اسټراليا په ۱۳ اورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره ۱۰۹ منډې وکړې او لوبه د باران له کبله ودرېده.

افغان لوبډلې په لومړي اوور کې د رحمان الله ګوربز وېکټه له لاسه ورکړه.

د ګوربز له سوځېدو وروسته صدیق الله اتل له ابراهیم ځدراڼ سره د لوبې ډګر ته راغی. د لس اوورونو تر پای ته رسېدو پورې افغان لوبډلې د یوې وېکټې په زیان ۵۸ منډې وکړې.

د لوبې په ۱۴ اوور کې ابراهیم ځدراڼ هم د ۲۲ منډو له جوړولو وروسته د زامپا په توپ کیچ اوټ او پر ځای یې رحمت شاه د لوبې ډګر ته راغی.

رحمت شاه بیا د ۱۲ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او پر ځای یې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي لوبه پیل کړه.

د لوبې په ۳۲ اوور کې صدیق الله اتل هم وسوځېد، چې له ۹۵ توپونو یې ۸۵ منډې ترلاسه کړې.

له صدیق الله اتل وروسته عظمت الله عمرزي د افغانستان لپاره تر نورو ډېرې ۶۷ منډې وکړې، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۰ او راشد خان بیا ۱۹ منډې ترلاسه کړې.

کرېکټ
د عکس تشریح، د افغان لوبډلې مینه‌وال لوبغالي ته ننوتلو لپاره کتار کې ولاړ دي

دا لوبه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې کېږي چې افغانستان پکې وړمه ورځ انګلنډ ته په اتو منډو ماته ورکړه.

په چمپینز ټرافۍ کې پرون د کوربه پاکستان او بنګله‌دیش ترمنځ پلان شوې لوبه د باران له کبله ونه وشوه. په لاهور کې نن هم د لنډ وخت لپاره د باران اټکل شوی، خو افتخار خان وايي دمګړۍ اسمان شین دی.

نننۍ لوبه ځکه دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده، چې ګټونکی یې د دغو سیالیو نیمه ‌پایلوبې ته لار مومي.

افغان لوبډله د دې سیالۍ له ګټلو پرته نیمه‌پایلوبو ته د تګ چانس نه لري، خو که استرالیا دا لوبه وهم بایلي، نو د انګلنډ او سویلي افریقا ترمنځ‌ د کېدونکې سیالۍ د پایلې څرنګوالی به یې د مخکې تګ برخلیک ټاکي.‌

د یادونې ده چې د استرالیا کرېکټ بورډ ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له کبله د ای‌سي‌سي له جامونو بهر له افغان لوبډلې سره دوه اړخیزې سیالۍ نه کوي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د یو ورځینو لوبو د نړیوال جام په سیالۍ کې استرالیا لوبډله ماتې ته نږدې کړې وه، خو ګلېن مکسویل د تاریخي غبرګې سلیزې په ترسره کولو سره له ماتې وژغورله.

خو افغان لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې استرالیا ته په لومړي ځل ماته ورکړه او نیمه پایلوبو ته له تګ یې راوګرځوله.

د افغانستان لوبډلمشر ویلي، "موږ د استرالیا ټولې لوبډلې ته پلان جوړ کړی. پوهېږو چې هغه [مسکوېل] د ۲۰۲۳ په نړیوال جام کې ښه لوبه وکړه، خو هغه اوس د تاریخ برخه ده. موږ په شل اوریز جام کې مات کړل."