امريکا او اروپا پر ايران د نويو بنديزونو غور کوي

ايران

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا متحده ايالات وايي پر اسرائیلو د ايران د بريد په غبرګون کې به په راتلونکو څو ورځو کې پر ايران نوي بنديزونه ولګوي چې تر ډېره به يې تمرکز د دغه هېواد د تېلو پر پلور وي.

د امریکا د خزانې وزيرې جېنېټ يلېن د سې شنبې په ورځ وويل، پر اسرائيلو د ايران د توغنديو او ډرون بريدونو او همدا ډول د حوثي ياغيانو له خوا په خليج او سره سمندر کې پر بېړيو د بريدونو په ځواب کې به امریکا د خپلو متحدينو په مرسته پر ايران نوي بنديزونه ولګوي. "ځکه چې دا هېواد په سيمه او نړيوال اقتصاد کې د بې ثباتۍ لامل شوی دی."

د امریکا د خزانې وزيره دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په يوه ليک کې له ۳۲ هېوادونو غوښتي چې پر دوی د ايران د بريد په ځواب کې د سپاه پاسداران په توغنديز پروګرام کلک بنديزونه ولګوي او همدا ډول دغه بنسټ د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

اغلې یلېن ويلي، د ایران د تېلو صادرات "یو له هغو برخو دي چې موږ یې په نښه کولی شو" او زیاته کړې يې ده، "موږ د تېلو د صادرولو برخه کې د ایران وړتیا کمولو لپاره کار کوو."

بل پلو د امريکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان بيا ويلي چې نوي بندیزونه به د ایران "د توغندیو او ډرون پروګرامونو په ګډون" د سپاه پاسداران او دفاع وزارت هم په نښه کړي.

پر اسرائیلو د ايران بريد

د عکس سرچینه، Reuters

په ورته وخت د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزېپ بوريل ويلي، چې پر اسرائيلو د ايران له بريد وروسته اروپايي ټولنې پر تهران د بنديزونو پراخولو په تړاو کار پيل کړی دی.

نوموړي ويلي، اروپايي ټولنه په پام کې لري چې روسيې او په منځني ختيځ کې نيابتي ډلو ته د ډرون او نورو وسلو ورکولو له کبله پر ايران بنديزونه نور سخت کړي.

نوموړي ويلي چې د اروپايي ټولنې ځينو غړو پر ايران د نويو بنديزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې د اوکرايين جګړه کې روسيې ته د ډرون ورکولو له امله پر ايران بنديزونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير ويلي، ايران ته د پوځي ځواب تر څنګ يې په دې برخه کې ډپيلوماتيکې کړنې هم پيل کړې دي.

د اسراییلو د پوځ لوی درستیز هم يو ځل بیا په ښکاره تائید کړې چې د سپاه پاسداران د برید ځواب به ورکوي.

خو په ځواب کې بيا ايراني چارواکو خبرداری ورکړی چې که چېرې اسرائیل پر دوی بريد وکړي دوی به سملاسي هر اړخيز ځواب ورکړي.

پر ایران د اسرائیلو د ګواښونو له زیاتېدو وروسته، د دغه ولسمشر ابراهیم رئیسي ويلي چې "د ایران د ګټو پر وړاندې تر ټولو کوچنی ګام" به د ټولو عاملینو پر وړاندې له "پراخ او دردناک" ځواب سره مخ شي.

د اسرائیلو پوځ وايي په لبنان کې یې د حزب الله یو قومندان وژلی

اسرائيل

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو پوځ وايي، د لبنان په سویل کې يې د هوايي برید په ترڅ کې د حزب الله یو قومندان اسماعيل یوسف باز په نښه کړی دی.

د اسرائیلو پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، اسماعیل یوسف باز په لبنان کې د حزب الله د ساحلي ټولي قوماندان و او د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د توغندیو ویشتلو په برخه کې د دغې وسله والې ډلې د عملیاتو د طرحې او پلي کولو مسوول و.

د لبنان حزب الله د دغه کس د وژل کېدو پخلی کړی، خو د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د لبنان دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د اسرائیلو په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د لبنان حزب الله چې له ایرانه وسلې او پوځي روزنه ترلاسه کوي، د اسرائیلو، امریکا، بريتانيا او یو شمیر نورو هېوادونو له خوا د یوه "ترهګر سازمان" په توګه پېژندل کېږي.

په تېرو شپږو میاشتو کې او د اسرائیل او حماس جګړې له پیل راهیسې، د حزب الله ځواکونه د لبنان او اسرائيلو په جنوبي برخو کې توغنديز بريدونه کړي دي.