حوثیانو سره د اوربند خبرې؛ د سعودي او عمان مرکچیان د یمن پلازمېنې ته رسېدلي

یمن

د عکس سرچینه، Reuters

د سعودي او عمان د پلاو غړي د یمن پلازمېنې صنعا ته تللي، چې د روغې جوړې لپاره د نړیوالو هڅو په لړ کې د حوثې ملېشې له مشرانو سره پر دایمي اوربند خبرې وکړي.

یمن کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده.

یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنه شیعه حوثي ملېشه د حکومت خلاف چې د سعودي په مشرۍ د څو عربي هېوادونو د اېتلاف ملاتړ ورسره دی، جګړه کوي.

د سولې وروستیو هڅو له دې کبله د دې خونړۍ جګړې درېدو ته هېلې ډېرې کړي، چې د سعودي او عمان مرکچي پلاوي په یوه داسې ښار کې له حوثیانو سره خبرو ته کیني، چې دا ملېشه پرې واکمنه ده.

د حوثیانو اړوند خبري اژانس د دې ډلې د یوه مشر په حواله ویلي، خبرې اترې به د دښمنۍ په پای ته رسولو او د یمنیانو د حقونو په خوندي کېدو متمرکزې وي.

یمن د مخکیني اوربند موده که څه هم مخکې پای ته رسېدلې، خو د ښکېلو خواو ترمنځ کومه ستره او پام وړ نښته نه ده شوې او د باور فضا پراختیا لپاره لا نور ګامونه پورته شوي.

وړاندې د مرکچي پلاوو د دوو سرچینو په حواله رپوټ ورکړ شوی و، چې که هوکړې وشي، نو ښايي له کوچني اختر وړاندې به اعلان شي.

په وارداتو د محدویت کمېدل

ملګري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یمن ته په تېره ۸ کلنه کورنۍ جګړه کې پراخ زیانونه اوښتي دي

د دغو سرچنیو په وینا روانو مذاکراتو کې د سیاسي بدلون په ګډون په بشپړ ډول د یمن د بندرونو او هوايي ډګرونو پر پرانیستل کېدو، د عمومي خدماتو پر لګښتونو او رغونه هم خبرې کېږي.

د یمن حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمت پېژندلی، په دې اړه ویلي، د ریاض په مشرۍ اېتلاف د پرمختګ د یوې بلې بېلګې په توګه، له اتو کلونو راهیسې د یمن سویلي بندرونو ته پر وارداتو لګېدلي بندیزونه پای ته رسوي.

تر دې وړاندې فبرورۍ کې د یمن لویدیځ حدیده بندر چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دی، د سوداګریزو وارداتي توکو لپاره پرانیستل شو.

اوس د یمن د سوداګرۍ خونې مرستیال ابوبکر عابد رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د جګړې له پیل راهیسې به په لومړي ځل بېړۍ دې ته اړتیا ونه لري، چې د امنیتي څېړنو لپاره د سعودي د جدې بندر کې ودرېږي.

هغه زیاته کړې چې تر ۵۰۰ ډېر بېلابېل توکي به د ممنوعه محصولاتو له نوملړه تر ایستل کېدو سره یمن ته د رسېدو اجازه ولري.

یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې د ایران او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو رغېدل به ښايي یمن کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي، ځکه د دوی په وینا یمن د ریاض او تهران ترمنځ د نیابتي جګړې ډګر ګرځېدلی.