جاپانۍ الوتکې چې ۳۷۹ کسان په کې سپاره وو، پر ځغاستلیکه اور اخیستی

د جاپان هوايي شرکت یوې الوتکې په ځايي وخت د سه شنبې پر ماښام د توکیو هانډا هوايي ډګر کې د الوتنې پر مهال اور اخیستی.

په پېښه کې د جاپان د ساحلي ساتونکو پنځه تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

په انځورونو کې ښکاري، چې د ایربس (۳۵۰اې) مسافر وړونکې الوتکه په سیمه ییز وخت پنځه بجې او ۴۷ دقیقې پر ځغاستلیکه په چټکۍ په حرکت کې وه.

دا څرګنده شوې چې د ساحل ساتونکي الوتکې په مرکزي جاپان کې د زلزلې د ژغورنې هڅو کې د مرستې لپاره بیړني توکي لېږدول.

په الوتکه کې د ساحل ساتونکو یو غړی ژوندی پاته شوی، خو سخت ټپي دی.

د توکیو په هایدا هوايي ډګر کې الوتنې بندې شوي او ډیری یې د جاپان نورو هوایی ډګرونو ته اړول شوې دي.

د جاپان دولتي ټلویزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې په کې د الوتکې له کړکیو او لاندې د اور لمبې ښکاري.

د جاپان ساحلي ګارد تائید کړې چې د دوی یوه الوتکه له مسافر وړونکې الوتکې سره ټکر شوې ده. د راپورونو له مخې د جاپان د هوايي شرکت ویلي، ټول ۳۷۹ مساپر له الوتکې په خوندي توګه اېستل شوي دي.

د اور وژنې عمله پر ځغاستلیکه کار کوي، چې د الوتکې له کړکیو لمبې او لوګي په کې پورته کېږي.

الوتکه نژدې په بشپړ ډول ویجاړه شوې، خو هوایي عمله او ژوغورنکې ډلې د اور د کابو کولو هڅې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جاپان ساحلي ساتونکي وايي، د دوی یوه الوتکه چې فکر کېږي له مسافر وړونکې الوتکې سره ټکر شوې، د نیګاتا هوايي ډګر ته روانه وه چې په نوتو ټاپوګانو کې زلزله ځپلو ته مرستې ورسوي.