تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بوینګ الوتکې ماشین اور اخیستی
د امریکا کولوراډو ایالت ډنفر ښار ته څېرمه پر یوه استوګنیزه سیمه د بوینګ ۷۷۷ الوتکې پاتې شوني رالوېدلي دي.
له ډنفر هوايي ډګره تر الوتلو وروسته د الوتکې د ښي وزر ماشین اور اخیستی دی.
د الوتکې کنټرولخونه د ۲۳۱ مسافرو او د الوتکې د لس کسیزه عملې په ژغورلو وتوانېده، بېرته په خوندي ډول هوايي ډګر ته ته ستنه کړل شوه.