تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه مسلمانه ډله چې وایي، کار او د خپلو خلکو خدمت داسې دی لکه عبادت
- Author, کوملا دومور
- دنده, بي بي سي، نیوز
د افریقا د مرکزي سېنېګال په یوه کلي کې کله هم چې لمر ډوبېږي د درامباکه کادیور کلي اوسېدونکي په تن رنګه جامو او نارو فضا ته بل رنګ ورکوي.
د بال فال فرقې پيروان دغه ماښام د جومات مخې ته په یوه دایره کې داسې راغونډ شوي چې له ځانو سره څه وايي او خوځېږي.
غږونه یې پېیلي خو ټيټ او جګ دي، د دوی د دغه کار پر مهال شاوخوا اور بل وي، ګډون کوونکي یې رنګا رنګ جامې اغوندي چې د اور شغلې لا رنګ ورکوي.
څڼې یې له نڅا سره خوځېږي او ځانونه یې په هغو مراسمو کې چې دوی یې سپېڅلي او مقدس بولي ښه بوخت کړي وي. دا مراسم "سام فال" نومېږي، هغه مراسم چې هم جشن بلل کېږي او هم یو ډول عقیدوي بڼه لري.
دا مراسم په اوونۍ کې دوه ځلې جوړېږي، ګډونوال یي د ډېرو په ګومان داسې مناجات وايي چې ان تر دوو ساعتونو دوام کوي.
د بای فال فرقې پیروان په سېنېګال کې د مریدیه طریقې څانګې په توګه فعالیت کوي او د هېڅ بلې کوم مسلمانې فرقې او ډلې غوندې نه دي.
دا ډله په لوېدیځه افریقا کې د سېنېګال په نوم هېواد د ۱۷ میلیونه نفوس چې اکثریت مطلق یې مسلمانان دي یوه کمه برخه جوړوي.
د اسلام د دغې فرقې مدعیان په ښکاره په سترګو ډېر بدل ښکاري او د ځينو په باور د اسلام له منل شویو ځينو اصولو سره په واټن کې دي.
د بای فال پيروان د ډېرو نورو مسلمانانو د نظر خلاف ایمانداري هره ورځ پنځه وخته لمونځ او د روژې په مبارکه میاشت کې روژه نيول نه بولي بلکې سخت زحمت او ټولنیز خدمات مهم بولي او په باور یې جنت یوازې مقصد نه بلکې داسې انعام دی چې دوی ته د زحمت بدل کې ورکول کېږي.
د ډېرو نورو مسلمانانو په نظر دغې ډلې ناسم برداشت کړی، په لوېدیځ کې هم داسې فکر په ډېرېدو دی چې دوی ته د "تېروتو کسانو" په نظر کتل کېږي.
دا فکر چې دوی شراب "الکول" څښي دا په اصل کې د دوی فرقې د جوړښت او اخلاقي اصولو سره سم نه بلل کېږي.
د امباکه کادیور کلي د بای فال ډلې یوه مشر مام سامبا بيبيسي ته ویلي "د بای فال ډلې د عقیدې فلسفه په کار کولو ولاړه ده، دا د کار یوه عارفانه بڼه ده، داسې چې خپله کاریګر دومره کار وکړي چې عقیده من شي او د خدای تعالی عبادت ته ځان ورسوي."
د دوی په نظر هر کار که هغه د سوزنده لمر لاندې پټیو کې کار کول وي او یا که د ښوونځي جوړول او یا د کالیو او وسایلو تولید خپل معنوي اهمیت لري، کار کول یوازې دنده نه ده بلکې د حرکت په حال کې خدمت او عبادت دی.
د دغې فرقې پيروان معتقد دي چې بنسټ اېښودونکي یې په لومړي ځل د امباکه کادیور کلي کې چېرې چې دوی اوس ډېر اباد دي له شېخ احمدو بامبا سره ولېدل. شېخ احمدو په ۱۹مه پېړۍ کې د مریدیه ډله جوړه کړه چې د تصوف یوه څانګه وه، د اسلام دا څانګه په د افریقا په سېنېګال کې اغېزناکه رول لري.
ویل کېږي چې ابراهیما خپل فال تمام او خپل ټول کمال یې بامبا ته ورکړی و تر دې چې ان خپلې اړتیاوې یې لکه خوراک، روژه نیول او یا ځان ساتل یې هېر او له هغه قرباني کړي وو.
د هغه پيروان وايي چې د وخت په تېرېدو یې پر تن کالي زاړه او شکېدلي وو چې دا د قربانۍ لویه بېلګه بولي، د بای فال د پیروانو تر منځ هم د شکېدلو جامو فلسفه له همدې اخېستل شوې ده.
د فال پیروان هم هڅه کوي د وفادارۍ هماغه تګلاره ژوندۍ وساتي کومه عقیده چې نوموړي خپل مذهبي مشر ته درلوده.
د وفادارۍ دې بڼې ته 'اندیګوئیل' وايي هغه کلمه چې د بای فال ډېری پیروان یې د خپلو زامنو له نومونو سره هم اضافه کوي.
دا فرقه ځانګړې کالي اغوندي چې تر ډېره رنګا رنګ رنګونو نه جوړېږي.
د سامبا پلار چې تازه مړ شوی، د بای فال پيروانو یو له ډېرو درنو شیخانو و. په سېنېګال کې د درناوي وړ مذهبي مشرانو ته 'مارابوت' وايي، ښاغلی سامبا وايي "د بای فال د خلکو د لباس سبک خپله کس پورې تړلی دی."
هغه وايي، "دا لباس مو نړیوال توب ښيې، تاسې کېدی شي مسلمانان وی خو خپل لرغونی فرهنګ مو هم وساتئ، ټول په دې نه پوهېږي زه بیا وایم چې که نیوکې قبولې نه کړئ پرمختګ نشی کولی."
په داسې حال کې چې نړۍ کې نور مسلمانان د رمضان مبارکه میاشت کې له سهاره تر ماښامه روژه وي د بای فال پيروان بیا دا میاشت جوماتونو کې خلکو ته د روژه ماتي برابرولو ته ځانګړې کړې.
د بای فال پيروانو څو ټولنیز کارونه، نادولتي موسسې او تړونونه جوړ کړي چې موخه یې د سېنېګال په لېرې پرتو سیمو کې اقتصادي پراختیا بلل شوې. د دوی لپاره کار یوازې د د بقا دوام نه دی بلکې د معنویت او روحانیت یوه لاره بلل کېږي.
ښاغلی سامبا وايي، "موږ ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او نور شرکتونه د کاري زمینو په ډول لرو. زموږ تاسې د ژوندانه فلسفه دا ده چې موږ باید هر شی په درناوي، مینه او پام تر سره کړو."
دا ډله په کوڅو کې د سوال کولو له کبله له ګڼو نيوکو سره هم مخ ده.
د پیسو سوال کول د بای فال له باورونو کوم خلاف کار نه دی او په سنتي ډول د دې موخې لپاره کېږي چې له جمع شویو پیسو خپل مشر ته څه ورکړي او د ټولنې په ګټه یې ولګوي.
په ممبۍ کې د دیوپ الېون پوهنتون پخواني مرستیال شېخ سن چې د مریدیه طریقې یو پېژندل شوی کارپوه هم دی بيبي سي ته ویلي، "مونږ د بای فال ځينې ښه رښیتني پيروان لرو، په همدې ډول د دغې عقیدې د درواغو پيروان هم شته."
په غټو ښارونو د بېلګې په ډول د سېنېګال په پلازمینه دا کار کې د درواغو بای فالان ډېر شوي دي.
ښاغلی سن وايي " دوی زموږ په شان کالي اغوندي او په کوڅو کې سوال کوي خو هغه څه چې ټولوي یې په ټولنه یې نه وېشي، دا یوه جدي مسله ګرځېدلې او موږ ته تاوان رسوي."
د بای فال پیروان ټينګار کوي چې سخت کار وکړي او د سېنېګال له پولو د باندې نورو ټولنو ته هم خیر ورسوي.
د کیتون سایر اسکنلون په نوم امریکایۍ په ۲۰۱۹م کال کې د بای فال له پیروانو سره له لیدو وروسته له دغې ډلې سره یو ځای شوې، هغه اوس د سېنېګالي فاطمه بتولي په نوم یادېږي.
نوموړې له مارابوت (مراد) سره د خپلې لومړۍ کتنې په اړه چې د هغه ژوند کې د بدلون سبب شو بيبيسي ته وویل، "کله مې چې هغه ولېد، زړه مې حقیقت ومونده دا نو هغه ژوره شېبه وه چې زه پکې روحاني ویښتیا ته ورسېدم."
اغلې باه اوس د بای فالانو منځ کې اوسېږي او له دوی سره ځينو پروژو کې همکاري کوي.
د بای فال فرقه د سېنېګال په دودیزه ټولنه کې حیاتي رول لوبوي، د کرنې په برخه کې د هغوی پراخه ګډون د دغه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې له اهمیته ډک بلل کېږي.
دوی هر کال له خپل مذهبي مشر سره چې د خلیفه یا مراد اعظم په نوم پېژندل کېږي د پیسو، عشر او کرهنیزو محصولاتو مرسته کوي او ورسره خپله وفاداري تازه کوي.
د بای فال پيروان په رضاکارانه ډول د خپل لوی مسجد ساتنه کوي چې نارسمي ساتونکي بلل کېږي، دوی په ځانګړي ډول د کلني زیارت پر مهال چې زرګونه خلک پکې ګډون کوي د سېګېنال په طوبي ښار کې مهم رول لوبوي.
دوی دغه مهال ګوري چې ایا زیارت کوونکو مناسبې جامې اغوستي که نه؟ په همدې ډول دوی د زیارت شاوخوا د مخدره توکو له پیر او پلور مخنیوی کوي او حالت څاري چې څوک یې د خلیفه بې عزتي ونه کړي.
ښاغلی سن وايي، "د بای فال پیروان تل د خپل ښار او خلیفه امنیت ته پام کوي او هېڅوک د دې جرات نشي کولی چې د کوم بای فال په مخکې نامناسبه چلند وکړي."
که څه هم ځينې له بای فال فرقې سره مخالف دي خو په ټوله کې د سېنېګال په فرهنګي او مذهبي فضا د دغې ډلې اغېز په پراخېدو دی.
خو له دې سره کمې سرچینې د بای فالانو او د دوی د پروګرامونو پر وړاندې د خنډ په توګه یادېږي.
دوی روښانه راتلونکي ته سترګې پر لاره دي او د دوامداره داسې پراختیا هڅه کوي چې د دوی ایماني او ټولنیزو خدماتو په رڼا کې وي.
د افریقا یو زیات شمېر خلک چې د سمندر په اوبو ځان لاهو کوي او د مرګ له ټولو ګواښونو سره د اروپا په سفر وځي د سېنېګال اوسیدونکي جوړوي.
ښاغلی سامبا وايي، "مونږ غواړو له دې ډېر کار وکړو، غواړو لا ډېرې کاري موقع پیدا کړو ځکه چې ځوانان مو ورته اړتیا لري، مونږ د دولت او نړیوالو بنسټونو مرستو ته اړتیا لرو. په راتلونکي کې همدا زمونږ هېله ده."
دوی محنت او زیار د ټولنې د اقتصادي او معنوي اړتیاوو پوره کولو تر ټولو ښه لار بولي.