تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غټې عینکې، شوخ رنګونه او سینګار: انا چې د فېشن سمبول یې بولي
- Author, پېني ډال
- دنده, لندن مېشتې خپلواکه خبریاله
د زمبیا په یوه کلیواله سیمه کې یوه انا وروسته له هغه د فېشن په انا مشهوره شوه چې له خپلې فېشني لمسۍ سره یې جامې بدلې کړې.
مارګرېټ چولا د څه باندې اتیا کالو ده. پر انسټګرام یې 'لېجنډري ګلاما' بولي. شاوخوا ۲۲۵ زره کسان ورسره ملګري دي. ټول یې رنګین او شوخ عکسونه خوښوي.
اغلې چولا بي بي سي ته وویل: " ځان بل ډول احساسوم. زه په دې جامو کې ځان نوې او ژوندۍ احساسوم. داسې یو حس چې ما هېڅکله نه درلود. داسې احساس کوم چې کولی شم نړۍ فتح کړم."
دوو اونیو کې یو ځل خپرېدونکې د 'انا لړۍ' په ۲۰۲۳ کال کې د دې لمسۍ ډیانا کومبا پیل کړه. هغه په نیویارک ښار کې اوسېږي او یوه سټایلېسټ ده.
دا نظر هغه مهال ورته پیدا شو چې زمبیا ته د خپل پلار دویم تلین ته ورغلې وه. وايي پلار یې هغه کس و چې دا یې فېشن ته وهڅوله ځکه هغه خپله تل ښې جامې په تن کولې.
د هغه سفر پر وخت مېرمن کومبا خپلې ټولې جامې نه وې اغوستې نو له خپلې انا 'بویا' یې وغوښتل چې په تن یې کړي.
اغلې چولا وايي: "ما هغه وخت هېڅ هم نه کول نو ورسره و مې منله. ورته و مې ویل که ستا خوښه وي سمه ده."
" که مړه شم یادېږم به دې. که ستا جامې واغوندم نو په دې ډول به دې په یاد یم."
دې بي بي سي ته وویل:"فکر مې وکړ چې ښه ده چې انا ته مې ښکلې جامې ور په تن کړم او بیا یې طبیعت کې عکسونه واخلم."
طبیعي ځای د زمبیا له پلازمېنې لوساکا څه باندې ۱۵ کیلومتره لرې یوه کلي کې دی.
د مېرمن چولا ډېری انځورونه بهر اخیستل شوې دي. کله پر لرګېنه څوکۍ ناسته وي، کله یې پر چرمي کوچونو ډډه اچولې وي او کله یې بیا پېښې غځولې وي.
د عکسونو په شا کې یې د خښتو جوړ کورونه دي چې د وسپنې چتونه لري. نورو کې یې بیا کروندې، د آمونو ونې او یا د جوارو نښترې ښکاري.
اغلې کومبا وايي: "کله چې مې د انا لومړی عکس خپراوه، اندېښمنه وم. له خپل تیلیفون لس دقیقې لرې شوم او په دې لسو دقیقو کې مې زرګونو کسانو عکس خوښ کړ."
"حیرانه شوم. پر عکس د خلکو تبصرې روانې وې او د لا نورو غوښتنه یې کوله. "
په لومړیو کې د څو عکسونو له خپرلو وروسته، مېرمن کومبا د انا لړۍ پیل کړه. په لومړۍ ګڼه کې یې انا په انځورونو کې سرې رنګه اډېډاس جامې اغوستې وې، او غټې عینکې یې پر سترګو وې. د سرو زرو غاړکۍ یې پر غاړه او ځلېدونکی تاج یې پر سر و.
اغلې چولا وايي: "حیرانه شوم چې په ټوله نړۍ کې پر خلکو ګرانه یم." دا وايي خپل دقیق عمر نه دی ورمعلوم ځکه د زېږون سند نه لري."
"نه پوهېدم چې په دې عمر کې دې دومره اغېز پیدا کړم".
اغلې چولا په داسې جامو کې عکسونه اخلي، چې تېز رنګونه، ګلان، ښه قیچي او سټایل شوي وي.
یو عکس کې چې د زمبیا د خپلواکۍ د ۶۰ کلیزې په مناسبت یې اخیستی دی، د هغه هېواد د بېرغ په رنګونو کې ښکاري.
یو نیلي، تور او زرغون رنګه نیم تنه يي کمیس، د سرو زرو غاړکۍ، او لاس بند.
او د خوښې پتلون یې، ډیزاین شوې نیمه تنه کمیس او په لاس کې یې مجله چې پر مخ یې د دې انځور دی او مصنوعي وېښتان.
"مخکې مې هېڅکله پتلون نه و په ځان کړی. مصنوعي وېښتان مې هم نه و پر سر کړي. ډېره خوشحاله وم او ونڅېدم. "
اغلې کومبا له ۲۰۱۲ کال راهیسې موډله ده. وايي، انا یې "زړوره ده او په هره جامه کې ښه ایسي".
د خلکو په دې ور پام کېږي چې له ګاڼې نیولې، تر دستکلو، وېښتانو او تاجونو پورې هرڅه یې غټ او رنګین دي.
دا اغېز او اثر په مستقیم ډول د دې خپلې له انا ورغلی، چې "تل په مرغلرو او بنګړیو مینه وه."
په یوې په زړه پورې صحنه کې چې 'ګوټ' (هروخت تکړه) نومېږي، مېرمن چولا له یوې اوزې سره راښکاره کېږي. اوزه هم په مرغلرو سینګار شوې.
نور څه هم شته چې د چولا شخصیت او کیسه په ډاګه کوي.
بویا ته ډېره ګرانه راډیو یې هم په ځینو عکسونو کې په لاس کې وي او ټوله ورځ یې له ځان سره ګرځوي. ان د خوب کټ ته یې هم له ځان سره وړي.
نورو عکسونو کې بیا له "ایبېنډ" سره یوځای لیدل کېږي. یو لرګین لاستی چې خوراکي توکو میده کولو لپاره یې خپل د عمر په اوږدو کې کارولی دی.
په ځینو انځورونو کې ښکاري چې برېښنايي سکرټ هم څښکوي. بل انځور کې یې له چای ډکه د وسپنې لویه پیاله په لاس کې وي، او د څوکۍ څنډه کې یې یو ګرځنده نغری هم ورسره وي. دا پر دې نغري خپل خواړه پخوي. وايي اوس یې اړتیا تر بل هر وخت ځکه ډېره ده چې برېښنا یا برق تل پرې کېږي.
اغلې کومبا هیله لري، چې د انا لړۍ به خلکو ته وښيي چې په عمر پاخه کسان ټولنې ته ډېر څه وړاندې کولی شي.
" مه یې ګوښه کوئ. تر پایه لکه تل مینه ورسره وکړئ ځکه موږ هر یو زړېږو."
د بویا د عکسونو پایله کې مېرمن کومبا څلور نجونې وګمارلې چې د خپلو اناګانو چې عمرونه یې له ۷۰ او ۹۶ کلونو ترمنځ دي، عکسونه واخلي.
اغلې چولا هیله لري، چې د انا لړۍ به خلک وهڅوي، چې "خپل ژوند وکړي او د ټولنې د قضاوت په اړه اندېښنه ونلري".
هغې له خلکو غوښتي چې "تل د هرې تېروتنې لپاره ځان وبخښي. تاسې هېڅکله خپل تېر نه شئ بدلولی خو کولی شئ خپل راتلونکی بدل کړئ".
د عکسونو اخیستو دې لړۍ انا او لمسۍ نورې هم سره نژدې کړې دي او مېرمن کومبا د خپلې انا د سخت ژوند په اړه لا نوره هم پوهه شوه.
اغلې چولا خپل انا او نیکه لویه کړې وه، تر ۱۲ یا ۱۳ کلنۍ یې ښوونځی ولوست خو د اقتصادي ستونزو له کبله یې پای ته ونه رساوه او یوه ۳۰ کلن سړي سره په زوره واده کولو ته اړه شوه.
هغې درې ماشومان درلودلول، ډېر شراب یې څښکل او بیا اړه شوه چې له واده شوي ژونده وتښتي.
دې صدمې هغه تر اوسه ځوروله خو له تمې لرې نړیوال شهرت یې بېرته یو نوی ژوند ور په برخه کړ.
چولا وايي: "اوس توانېدلې یم چې هر سهار له یوه هدف سره راویښه شم او هغه دا چې په نړۍ کې خلک زما لیدل خوښوي."
پیني ډال په لندن کې مېشته خپلواکه خبریاله ده.