تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه یوګانډايۍ لوبغاړې مړه شوه چې ملګري يې اور وراچولی و
د اولمپيک سیالیو ګډونواله یوګانډایۍ ځغاستونکې ربېکا چپټيګي نن سهار وروسته له هغه مړه شوې چې تېره یکشنبې خپل مخکېني ملګري پېټرول پرې شيندلي او اور وراچولی و.
د مراتون لوبو دې ۳۳ کلنې ځغاستونکې د سختو ټپونو له کبله نن ساه ورکړې ده.
په شمال لوېديځه کینیا کې چارواکي وايي چې اغلې چپټيګي خپل هستوګنځي او تمرینځي ته نږدې داسې مهال د دغه برید ښکار شوه چې له خپلو دوو لوڼو سره له کلیسا کور ته روانه وه.
ځايي امنیتي ادارې ته په شوې عریضه کې ادعا شوې چې د دې لوبغاړې له خپل مخکېني ملګري سره د ځمکې پر سر جنجال و او تر ناندریو وروسته دا پېښه رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي.
اندېښنې دا دي چې په کینیا کې له ښځينه لوبغاړو سره د تاوتریخوالي پېښې په زیاتېدو دي، ځکه چې د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر راهیسې په دغه هېواد کې دا درېيمه پېښه ده چې ښځينه ورزش کوونکې پکې په نښه کېږي.
یوه "ډېره مرستندویه" لور
ربېکا چپټيګي تر برید وروسته په 'اېلډورېټ' کې په یوه ځايي روغتون کې درملل کېده.
پلار یې، جوزېف چپټيګي د روغتون په مخ کې خبریالانو ته ویلي چې هغه داسې یوه لور وبایلله چې "ډېره مرستندویه" وه او د کينیا له حکومته یې غوښتي چې عدالت پلی کړي.
د روغتون مشر ډاکټر اوين ميناچ ځايي رسنیو ته ویلي، دا لوبغاړې وروسته له هغه مړه شوه چې ټولو غړو یې کار پرېښود. ډاکټرانو ویلي وو چې د هغې ۷۵ سلنه بدن سوځېدلی و.
په همدې حال د یوګانډا د ورزشکارانو فدراسیون پر خپله ټوېټر پاڼه د هغې پر مړینه "ژوره خواشیني" څرګنده کړې او ویلي یې دي، "موږ په ژورې خواشينۍ سره اعلانوو چې نن سهار وختي زموږ ورزشکاره ربېکا چپټيګي مړه او د یوه غمجن کورني تاوتريخوالي قرباني شوه. د یوه فدراسيون په توګه موږ داسې کړنې غندو او د عدالت غوښتنه کوو. د هغې روح دې ښاد وي."
پر اغلې چپټيګي برید کوونکی هم په دې پېښه کې سوځېدلی او په دغه روغتون کې بستر و خو ټپونه یې ژور نه وو.
ډاکټر میناچ وايي چې هغه هم تر جدي پاملرنې لاندې دی او وضعیت یې په "ښه کېدو" دی.
د ځمکې پر سر شخړه
ویل کېږي، ربېکا چپټيګې په دې وروستیو کې د یوګانډا پولې ته څېرمه په 'ټرانس نزویا' سیمه کې یوه ټوټه ځمکې اخیستې او کور یې پرې جوړ کړی و. هغې دا سیمه ځکه ټاکلې وه چې غوښتل یې د کینیا د بېلابېلو ورزشونو روزنیزو مرکزونو ته نږدې و اوسي.
د قضیې په تړاو په یوه ځايي اداره کې ثبت شوی رپوټ په ډاګه کوي چې د ربېکا او د هغې د مخکېني ملګري تر منځ د همدې ځمکې پر سر ناندرۍ راپورته شوې وې.
د پولیسو یوه ځايي مشر جیرمیا اولي کوسیم خبریالانو ته ویلي وو چې، "د دواړو تر منځ له کوره بهر جنجال شوی. د شخړې پر مهال د هغې ملګری لیدل شوی چې اوبلن څه پرې پاشي او بیا دې ښځې ته اور وراچوي."
اغلې چپټيګې د تازه تېرو شوو اولمپيک سیالیو په مراتون ځغاسته کې ۴۴م ځای خپل کړی و.
هغې همدا راز په ۲۰۲۲ کې په تایلنډ کې د ځغاستې په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.
په کينیا کې ښځينهو سره د تاوتريخوالي پېښې
خو دا لومړنی پېښه نه ده. تر دې مخکې هم د دې سیمې لوبغاړې له تاوتریخجنو پېښو سره مخامخ شوې دي.
د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د 'دماریس موتوا' په نوم یوه بله ښځينه ځغاستونکې هم د کینیا په 'اتن' ښار کې وژل شوې وه. پر هغې بالښت اېښودل شوی او خپه کړل شوې وه.
تر هغې څو میاشتې وړاندې په همدغه سیمه کې د اوږده واټن ځغاستې په سیالیو کې یوه ریکارډ ماتوونکې لوبغاړې 'اګنیس تيروب' هم په چړو وهل شوې او وژل شوې وه.
یوازې ښځینه نه بلکې په ځینو قضیو کې هلته نارینه لوبغاړي هم د ورته بریدونو ښکار ګرځول شوي.
د تېر کال په دسمبر میاشت کې یوګانډایی لوبغاړی بنجمېن کيپلاګاټ د دغه هېواد په 'ایلوډورټ' سیمه کې په چاقو وهل شوی او وژل شوی و.
په کينیا کې له ښځو سره تاوتريخوالی یوه لویه اندېښنه ده.
په دغه هېواد کې د یوې ملي نظر پوښتنې له مخې، په ۲۰۲۲ کې لږ تر لږه ۳۴ سلنه ښځو ویلي چې له فزيکي تاوتريخوالي سره مخامخ شوې دي.
په همدې حال کې د کینیا د سپورټ وزیر کيپچومبا مورکومېن ویلي، "دا تراژيدي موږ ته په کلکه یادونه کوي چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره بېړنۍ مبارزې ته اړتیا ده. ځکه چې په زیاتېدونکې توګه یې ان لوبې هم اغېزمنې کړې دي."