تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یوګانډا یوې ښځينه لوبغاړې باندې پېټرول شیندل شوي او اور وراچول شوی
د یوګانډا د ځغاستې ښځينه لوبغاړې 'ربېکا چپټيګې' له هغه وروسته د کینیا یوه روغتون ته لېږدول شوې چې د ادعا له مخې، خپل مخکېني ملګري پېټرول پرې شیندلي او بیا یې اور ور اچولی دی.
د مراتون اوږده واټن ځغاستې او د تازه تېرو شوو اولمپيک سیالیو ګډونوالې ۳۳ کلنې ربېکا په اړه پولیس وايي چې تر ۷۵ سلنه ډېر بدن یې سوځېدلی او روغتیايي حالت یې نازک دی.
هغې باندې دغه برید د تېرې یکشنبې په ورځ د کینیا په لویديځ کې د خپل کور تر څنګ شوی، چیرې چې دې تمرین کاوه.
اندېښنې دا دي چې په کینیا کې له ښځينه لوبغاړو سره د تاوتریخوالي پېښې په زیاتېدو دي او په ځينو قضیو کې وژل شوې هم دي.
د پولیسو یوه ځايي مشر جیرمیا اولي کوسیم خبریالانو ته ویلي چې تورن بریدګر پخپله هم په دغه برید کې سخت سوځېدلی دی.
ښاغلي کوسیم ویلي، "د دواړو تر منځ له کوره بهر جنجال شوی. د شخړې پر مهال د هغې ملګری لیدل شوی چې اوبلن څه پرې پاشي او بیا دې ښځې ته اور وراچوي."
دواړه د سیمې یوه روغتون ته وړل شوي او هلته یې درملنه روانه ده.
ویل کېږي، ربېکا چپټيګې په دې وروستیو کې د یوګانډا پولې ته څېرمه په 'ټرانس نزویا' سیمه کې یوه ټوټه ځمکې اخیستې او کور پرې جوړ کړی و. هغې دا سیمه ځکه ټاکلې وه چې غوښتل یې د کینیا د بېلابېلو ورزشونو روزنیزو مرکزونو ته نږدې و اوسي.
د قضیې په تړاو په یوه ځايي اداره کې ثبت شوی رپوټ په ډاګه کوي چې د ربېکا او د هغې د ملګري تر منځ د همدې ځمکې پر سر ناندرۍ راپورته شوې وې.
پولیس وايي چې د دې قضیې لا پلټنې روانې دي.
پر ښځينه او نارینه لوبغاړو نور بریدونه
اغلې چپټيګې د تازه تېرو شوو اولمپيک سیالیو په مراتون ځغاسته کې ۴۴م ځای خپل کړی و.
هغې همدا راز په ۲۰۲۲ کې په تایلنډ کې د ځغاستې په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.
خو دا لومړنی پېښه نه ده. تر دې مخکې هم د دې سیمې لوبغاړې له تاوتریخجنو پېښو سره مخامخ شوې دي.
د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د 'دماریس موتوا' په نوم یوه بله ښځينه ځغاستونکې هم د کینیا په 'اتن' ښار کې وژل شوې وه. پر هغې بالښت اېښودل شوی او خپه کړل شوې وه.
تر هغې څو میاشتې وړاندې په همدغه سیمه کې د اوږده واټن ځغاستې په سیالیو کې یوه ریکارډ ماتوونکې لوبغاړې 'اګنیس تيروب' هم په چړو وهل شوې او وژل شوې وه.
یوازې ښځینه نه بلکې په ځینو قضیو کې هلته نارینه لوبغاړي هم د ورته بریدونو ښکار ګرځول شوي.
د تېر کال په دسمبر میاشت کې یوګانډایی لوبغاړی بنجمېن کيپلاګاټ د دغه هېواد په 'ایلوډورټ' سیمه کې په چاقو وهل شوی او وژل شوی و.