"له مېړه اجازهلیک راوړه"؛ ایرانۍ مېرمنې د کارموندنې په برخه کې له څه وړ ستونزو سره مخامخ دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فرانک عميدي
- دنده, د بيبيسي د ښځو چارو خبریاله
"کله چې د کار موندنې په موخه یوې ادارې ته د مرکې لپاره وغوښتل شوم نو راته وویل شول چې لومړی باید خپل مېړه نه داسې لیکلی بیان راوړم چې ما ته د کار کولو اجازه راکوي."
دا د ندا په نوم د هغې ایرانۍ خبرې دي چې په خپل هېواد کې یې د تېلو او ګازو انجینرۍ په برخه کې د ماسټري تر کچې زدکړې کړې دي. ندا وايي، د دې خبرې په اورېدو یې داسې احساس کړه چې سپکاوی یې شوی او زیاتوي، "ما ورته وویل چې زه ماشومه نه یم او خپلې پرېکړې په خپله کوم."
یوازې ندا له داسې چلند سره نه ده مخ شوې بلکې په ایران کې له قانوني پلوه مېړوښې ښځې مجبورې دي چې په ادارو کې د کار کولو لپاره د مېړه اجازه ولري. دا له هغو ګڼو قانوني خنډونو یو دی چې کاري چاپېریال ته د ورننوتلو په لار کې د ایرانیو ښځو په مخ کې پراته دي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال د رپوټ له مخې پر کار د ګمارلو په برخه کې د جنسيتي خنډونو له پلوه ایران د نړۍ د تر ټولو "ناوړه هېوادونو" په نوملړ کې دی او یمن، لویديځه کرانه او غزه تر هغې هم په ټيټه کچه کې دي.
ځينې نورې شمېرې هم دا وضعیت تاییدوي. د اقتصاد نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۴ کال د رپوټ له مخې ایران په کاري ځواک کې د ښځو د ګډون له پلوه د نړۍ د ۱۴۶ هېوادونو په ډله کې تر ټولو وروستی ځای لري.
د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې، په ایران کې له پوهنتونونو هر کال فارغېدونکو کې د ښځينهو کچه تر ۵۰ سلنې ډېره ده خو په کار ګمارنه کې بیا دا شمېر ۱۲ سلنه دی. پر جنسیت ولاړو توپېرونو سربېره جنسي ځورونو او د ښځو د وړتیاو په اړه ځپونکي واکمن فکر د ښځو لپاره کاري چاپېریال له ستونزو ډک کړی دی.
د دغه رپوټ لپاره چې بيبيسي له کومو ښځو سره خبرې کړې دي، د ډېریو یې نظر دا دی چې په خپل کارځای کې څوک د دوی شتون جدي نه ګڼي.
قانوني او کلتوري خنډونه

د عکس سرچینه، Getty Images
ایراني نارینه پوهېږي چې له قانوني پلوه خپلې ښځې له کاره راګرځولای شي او ځینې خو له خپل دغه واکه ګټه هم اخلي.
یوه ایراني کارکوونکي سعید بيبيسي ته وویل چې "یوه ورځ یو سړی په قهر زموږ دفتر ته راغی، اوسپنيز سوټی یې هم په لاس و، خوځاوه یې او په قهرجن انداز یې ویل چې چا زما ښځه په دې اداره کې پر کار ګمارلې ده؟"
سعید وايي چې له همدې کبله اوس که یوه ښځه د کارموندنې په موخه ورځي نو دوی لومړی ځان پوهوي چې د مېړه اجازهلیک ورسره شته او که نه.
راضیه یوه بله ځوانه ښځه ده چې په یوه خصوصي شرکت کې کار کوي او له ورته خاطرې سره مخ شوې.
دا وايي چې یوه قهرجن سړي یې پر دفتر برید وکړ او د شرکت مدیر ته یې وویل، "زه نه غواړم چې ښځه مې دلته کار وکړي."
راضیه زیاتوي چې د شرکت مدیر اړ شو، هغې ښځې ته چې د ادارې د مالي چارو مشره وه، ووايي چې "کور ته لاړه شه، له خپل مېړه سره ستونزه حل کړه او که نه نو باید استعفا وکړې. هماغه و چې هغې مېرمنې کار پرېښود."

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال بانک پخوانۍ سلاکاره نادره شاملو وايي، دغه نوي قانون په ایران کې ډېری شرکتونه مجبور کړي چې ښځو ته کار ور نه کړي.
دا زیاتوي، اوس دا شرکتونه یا کمپنۍ هغو ښځو باندې پانګونه نه کوي چې وروسته واده وکړي او مېړه یې د کار کولو اجازه نه ورکوي.
ایرانۍ ښځې ډېر کله خپلې کورنۍ او مېړه سره تر ډېرو جنجالونو وروسته د کار اجازه ترلاسه کوي. خو تر اجازې او جنجالونو هر څه وروسته هم دوی په داسې چاپېریال کې کار ته اړې دي چې له ښځو سره توپيري چلند پکې تر یوه بریده قانوني چاره ده.
د ایران اسلامي جمهوریت د مدني قانون د ۱۱۰۵ مادې له مخې، مېړه د کورنۍ سرپرست او "اصلي نفقه ګټونکی" حسابېږي. دا په دې معنا ده چې په کار ګمارنه کې نارینهو ته لومړیتوب ورکول کېږي او که ښځې کوم ځای کار پيدا کوي نو په هغه اداره کې د خپلو نارینه همکارانو پرتله باید کمه تنخوا یا ورځانه ورکړل شي.
په اداري امتیازاتو او پرمختګ کې ونډه

د عکس سرچینه، Getty Images
راز یوه بله شاوخوا دېرش کلنه ښځه ده چې څو ځلې یې خپل کار ځای بدل کړی دی.
دا وايي، په هر ځای کې یې چې کار کړی او چې کله هم له دفتره د کارکوونکو د ویستلو وار رارسېدلی نو تر ټولو لومړۍ ښځې کورونو ته لېږل شوې دي.
راز سره په وروستي کار ځي کې هم همداسې وشول؛ ادارې یې په نوي تشکیل کې تر ډېره ښځې له دندې وایستلې.
یوې بلې ښځې چې نه غواړي وپېژندل شي، بيبيسي ته وویل چې تر شاوخوا یوه لسیزه کار کولو وروسته یې وظیفه پرېښودله. دا وايي، هله یې پر کور د ناستي پرېکړه وکړه چې وپوهېدله هېڅکله پرمختګ ته نه پرېښودل کېږي.
راز زیاتوي، "کله به چې یو نارینه و نو که د هغه وړتیا به هم تر موږ کمه وه، هېڅکله د امتیازاتو په لوړېدو او یا اداري پرمختګ کولو کې ما ته پام نه کېده خو هغه ته کېده. په داسې ځای کې کار کول د خپل ژوند ضایع کول دي."
په ایران کې ښځې له قانوني پلوه د کورنۍ اصلي نفقه ګټونکې نه دي نو دې یې تنخوا او نور امتیازونو هم اغېزمن کړي دي.
سپيده یوه بله ایرانۍ مېرمن ده چې له تهران پوهنتون یې په ښکلو هنرونو کې ماسټري کړې ده.
هغې پخوا هلته درس هم ورکاوه خو له څو کلونو راهیسې پر کور ناسته ده او هېڅ کار نه کوي.
دا وايي، "تر فراغت وروسته مې تمه وه چې د ځينو اشنا نارینهو په څېر مناسب ژوند او کار روزګار ولرم، خو زموږ د هېواد ټولنيز، سیاسي او اقتصادي سیسټم داسې جوړ شوی دی چې ښځو ته پکې د یوه مناسب مسلک لرل هسې یوه خوب او خیال ته ورته خبره ده."
شخصي کاروبارونه

د عکس سرچینه، Getty Images
دوه کاله مخکې د حجاب جبري کولو قانون د پراخو اعتراضونو لامل شو چې په ایران کې د سیاسي اختلافونو په برخه کې یوه مهمه موضوع ده.
دغه قانون هم په ځانګړي ډول په دولتي او عامه سکتور کې د هغو ښځو لپاره په کار ګمارنه په نشت حساب کړې چې جبري حجاب ته ورته ځپونکو قوانینو ته غاړه نه ږدي.
د ایران اقتصاد د نړیوالو بندیزونو او د ناسم مدیریت له کبله زیانمن شوی دی.
د پیسو نړیوال صندوق په رپوټ کې راغلي چې اقتصادي پیاوړتیا د ښځو په کاري ځواک پورې تړلې ده.
په دغه رپوت کې اټکل شوی چې که په ایران کې د نارینهو هومره ښځې هم په کار وګمارل شي نو د دغه هېواد د ناخالصو کورنیو تولیداتو کچه ۴۰ سلنه زیاتېدلی شي.
خو په همدې حال کې نادره شاملو وايي چې په اوسني وخت کې په ایران کې داسې "فعاله یا هوښیاره سیاسي اراده" نه شته چې په کاري ځواک کې د ښځو د ونډې ډېرولو په اړه بدلونونه او اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه باوري ده چې په ایران کې مېرمنې په خپله لاس په کار شوې دي، خپل ځان ته یې واړه ازاد کاروبارونه جوړ کړي او په کاري مارکیټ کې فعاله دي.
اغلې شاملو زیاتوي، "په دوی کې ځينو په انلاین او ډيجيټل بڼه سوداګرۍ او اخلي پخلي ته مخه کړې ده" او په وینا یې، په ایران کې اوس تر ډېره ښځې په شخصي کاروبارونو لګیا دي.











