څنګه یو هندي اشپز د خوړو اسکار جایزه و ګټله او تامیل خواړه یې نړۍ ته ور وپېژندل؟

د عکس سرچینه، Getty Images for James Beard Foundation
- Author, سودا جی تلک، ډیلي
د هند مانهاټن په یوه کلي کې، چیرې چې د موسمونو بدلون سره د خوړو بڼه هم بدلون مومي، هلته اشپز ویجی کمار یو خاموش انقلاب رامینځته کړ.
ویجي کمارهمدا تېره میاشت جون، په نیویارک کې د ۲۰۲۵ جیمز بیرډ سیالیو کې د غوره اشپز جایزه وګټله. نوموړی پر دې باور دی، چې یاده جایزه د هغه لپاره تر شخصي قدردانۍ ډېر ارزښت لري او د دوی کلتوري انعکاس په سترګه ور ته ګوري.
د هند په چینای کې مېشته د پخلي تاریخ پوه راکیش راګوناتھن وايي: " د پخلي په اړه پر نړیوال درېځ د ویجی کمار را څرګندېدل د سویلي هندي تامیل د پخلي او فرهنګ لپاره بې ساری ارزښت لري.
"تامیل خواړه - د سریلانکا تامیل او د سویلي هندي نور سیمه ییز دودونه او کلتوري، په زیاتېدونکې توګه د خوړو پر نړیوال درېځ ځانته ځای پیدا کوي.
۴۴ کلن ویجی کمار د سویلي تامیل ناډو په کوچني کرنېز کلي کې زېږېدلی. کمار د پخلي په برخه کې له رسمي زده کړو تر څنګ له خپلې مور او انا هم اشپزي زده کړې ده. هغه له کوچینوالي د مور او انا په لاس د ځنګلونو او څړځایونو پر لرګیو پاخ شوي، نوشجان کړي دي.
کله چې، هغه د جی بي (JB) پر سټېج د جاېزې لپاره قدم کېښود، نو ویې ویل: "هغه خواړه چې زه پرې لوی شوی یم، هغه چې پر پاملرنې، مینې او اور پاخه شوي وو، نن خپل اصلي مقام ته رسېږي او ارزښت ورکول کېږي."
"دغو خوړو ته د غریب یا شتمن د خوړو نوم نه شو ور کولای، بلکې دا یوازې خوړه دي. د خوړو ځواک دا دی، چې د ډوډۍ مېز ته د ناستو کسانو تر منځ اړېکې پیاوړي کوي."

د عکس سرچینه، Paul Mcdonough
د کمار لپاره، دا یوه بریا ده، خو د تامیل خوړو د پېژندلو او مشهورېدو لپاره لوی ګام ګڼل کېږي.
"کله چې ما پخلی پیل کړ، هېڅکله مې فکر نه کاوه چې له تامیل ناډو یو تور پوستی به د بریا تر دې پړاو د رسېدو چانس ولري. کمار د تور ټای جیمز بیرډ مراسمو کې د ګډون لپاره د نارینه وو لپاره د تامیل دودیز لباس (ویشټي) اغوستې و. په دې سره هغه غوښتل د تامیل اصلي فرهنګ ته د نړۍ پام ور واړي.
د پخلي کتاب لیکواله او د پخلنځي سفیره پدما لکشمي له بي بي سي سره په خبرو کې، وویل: "د کمار کیسه نه یوازې د سویلي هند د خواړو لپاره مهمه ده، بلکې د هغه کیسه په دې وجه هم ارزښت لري، چې د لږو امکاناتو یې پخلی تر نړیوال دریځ ورساوه."
لکشمې زیاتوي:
"کمار په ټوله نړۍ کې د ځوانانو لپاره د امید یوه بېلګه ده او هغوی ته دا پیغام لري، که تاسو پر ځان باور وکړئ او د خپلو امکاناتو پواسطه له خپلو مهارتونو کار واخلو، نو به په تخلیقي ډکر کې د وجې په شان لاسته راوړنې ولرئ."
د کمار سفر په پیل کې اسانه نه و
هغه په لوی ښار کې د انجینیرۍ پوهنځی د لوست مالي توان نه درلود، نو ځکه یې د پخلنځي پوهنځی غوره کړه. په چینای کې د تاج کونیمارا په نوم هوټل کې د اشپز په توګه لومړنۍ دنده پیل کړه. د کروز کښتیو او پخلنځیو له لارې یې پخلی وکړ او بالاخره یې د امریکا د سان فرانسسکو په دوسا کې کار ومونده.
د هغه اصلي پرمختګ هغه وخت پیل شوي، چې کله په ۲۰۲۱ کې د روني مظومدار او چنتن پانډیا سره یې د نیویارک رستورانت ګروپ له لارې د سیما په نوم خوړنځی پرانېست.
سیما په تامیل ژبه کې د (په زړه پورې) مانا لري.

د عکس سرچینه، Paul Mcdonough
په دغه رسټورانټ کې درې واړو "خپل میراث ته د درناوي په موخه هڅه وکړه، د خپلو خوړو له لارې نړۍ ته وښيي، چې موږ واقعا څوک یو".
مظومدار بي بي سي ته وویل: " له هغه پیله موخه یوازې د کار و بار د بریالیتوب او خوړو د مشهور کېدو په اړه نه وه، بلکې د هویت خبره هم مطرحه وه."
" له ډېرې مودې راهیسې، په متحده ایالاتو کې هندي خوړه تولید شوي خو مشهور شوي نه دي. د سیما خوړنځی پر مټ موږ په امریکا کې هندي خواړه خپل اصلي او وړ ځای ـ ځایکی ته ورسول."
کمار له نړۍ سره خپل خواړه شریک کړل. مظومدار په دې اړه زیاتوي:
"کله چې موږ د هغو خواړو په اړه خبرې پیل کړې چې موږ یې له کوچنیوالي خورو، نو دا فکر را پیدا شو، چې ولې دا ډول خواړه په ندرت سره د رستورانت مینو ته رسیږي."
د کمار د خواړو ځانګړتیا دا ده، چې کلیوالي دي، موسمي دي او په بشپړ ډول طبیعي دي. هغه وايي، د خواړو پخولو طریقې یې له فارمه بیا تر میز هغه ډول ده، څنګه چې د هغه " مور او انا" پخول.
ښکلا په ساده ګي ده
فرانسوۍ ایسکارګوټ وايي، د سیما مینو کې هغه کلېشې خواړه نشته، کوم چې معمولا بهر کې په هندي رسټورانټونو کې وي. دلته د مکھن چرګ یا وچه ډوډۍ نشته بلکې د کمار په لاس پاخه شوي ځانګړې خواړه خوړلی شي.

د عکس سرچینه، Paul Mcdonough
کمار به په ماشومتوب کې، له خپلې کورنۍ سره د وریجو په کروندو کې له قهوه ګانو جوړ شوي خواړه خوړل، کوم چې به د املي په خوندور ساس کې پخېدل. نوموړې دا ومنې چې خواړه د بېوزلو د خواړو په نوم یادېدل او ده یې د خوراک پر مهال د شرم احساس کاوه. خو کله چې فرانسوۍ ایسکارګوټ یاد خواړ نوشجان او ده ته یې تعریف وکړ، نو له هغه وروسته کمال د ویاړ احساس کوي."
نن دغه خواړه، چې ناتای پیراتل نومېږي، د سیما مینو کې ځانګړی ځای لري ځکه یاد خواړه د انعطاف او کلتوري ویاړ سمبول وړاندې کوي.
د سیما په مینو کې- د مرچ رسام، د املي چنګاښ، د کیلې ګل ودای، هر ځای کېدونکی دوسا او ځینې نور خواړه شته، چې د ډېرو بهرنیانو لپاره په زړه پورې دي.
کمارد خپل کلي تامیل خواړه د نیویارک په زړه پورې رستورانتونو کې پخوي او خوړو ته یې اوږده لیکه خلک ولاړ دي.
په دې خوړو کې خوند، د سیمې رنګ او لوړ احساسات شته
د تامیلي فلمونو ستوری رجنیکانت وايي:
"ما کمار په لاس انجلس کې د ۶۵۰ میلمنو لپاره د تور ټای ګالا ډوډۍ تیارولو لپاره را غوښت. اوس، چې له هغې میلمستیا کال تیر شوی، لا هم ګډونوال د هغه د خواړو صفتونه را ته کوي."
سیما په نیویارک کې لومړی رستورانت دی، چې یوازې د سویلي هندي خواړو میلمانو ته ورکوي. دغه رسټورانټ د میشیلین ستوری یې جایزه وګاټه او د نیویارک ټایمز د غوره 100 رستورانتونو نوملړ په سر کې ځای لري.
کمار خلکو ته یوازې خواړه ته نه وړاندې کوي – بلکې هڅه دا ده چې میلمانه یې د ده د خواړو خونده تر ډېر په یاد ولري او د ویاړ احساس وکړي. کمار غواړې د خواړو په برخه کې بدلون رامنځته کړي.
د جیمز بیرډ بریا د هغه د استعداد ستاینې یوه بېلګه ده. خو دا لاسته راوړنه دا هم تائیدوي چې سیمه ییز هندي خواړه، د خپلو زورو مصالحو او په مینه پخېدو پخاطر د دې وړتیا لري، چې د خواړو پر نړیوال میز ځانته ځای پیدا کړي.
لکشمي وايي، د کمار بریا " د دې وړتیا لري، چې د هند په بېلا ـ بېلو سیمو کې د ځوانانو لیوالتیا راوپاروي او زموږ د خواړو په اړه د ډېر ویاړ احساس وکړي". نوموړې زیاتوي: "دا به د کمار تر ټولو لوی میراث وي."
مظومدار زیاتوي، "دا بریا د سیمه ییزتوب مهموالي په ګوته کوي او په ډاکه کوي، چې زموږ کیسې او زموږ رېښې په نړیوال سټیج ارزښت لري."








