|
حامدکرزى: پر ټول هېواد مو واک شته دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا د څارگرو ادارو هغه راپورونه رد کړل چې ويلي وو طالبان د افغانستان لس په سلو کې خاوره نيولې ده . تېره اوونۍ د امريکا د څارگرۍ د ملي ادارې مشر د هغه هېواد د مشرانو جرگې ته ويلي وو چې د افغانستان د خاورې يوازې دېرش په سلو کې د کرزي دحکومت په ولکه کې ده. ددغې ادارې په وينا د هېواد نورې سيمې د طالبانو او يا د سيمه ييزو مشرانو په ولکه کې دي. افغان ولسمشر له بي بي سي سره د ځانگړې مرکې په ترڅ کې د ځينو هغو سيمو چې د سيمه ييزو مشرانو تر ولکې لاندې دي وويل چې دا په اصل کې د حکومت په کنټرول کې دي. د افغان ولسمشر حامد کرزي په باور په افغانستان کې اوس داسې ځاى نشته چې د حکومت واکمني پکې نه وي. ښاغلي کرزي د امريکا د څارگرو ادارو هغه څرگندونې چې ويلي يې وو د افغانستان په سلو کې يوازې دېرش سلنه خاوره د افغان حکومت په ولکه کې ده په کلکه رد کړې . نوموړي د بي بي سي داود اعظمي ته وويل د افغانستان په ځينو سيمو کې د سيمه ييزو مشرانو واک پخپله په دغو سيموکې د حکومت د ولکې په مانا دى. له بي سي سي سره په دې ځانگړې مرکه کې افغان ولسمشروويل چې د افغانستان په اړه د لويديځ ستونزه دا ده چې هغوى د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ټوپکسالارانو تر منځ توپير نه شي کولى. په دې وروستيو کې ځينو خپلواکو ټولنو د حامد کرزي د حکومت په اړه خبردارى ورکړى وو چې په نژدې راتلونکي کې دنوموړي حکومت پر يو ناکام هغه بدلېدونکى دى. په همدې ترڅ کې د ترهگرۍ په وړاندې دمبارزې د پايلو په برخه کې هم اندېښنې په ډاگه شوي دي. له دغو اندېښنو څخه يوه د اورپکۍ په وړاندې جگړې او د ملکي وگړو د وژنې په اړه د نړيوالو ځواکونو او افغان دولت تر منځ د همغږۍ نشتوالى ښودل شوى دى . افغان ولسمشر هم په دې اړه ځينې ستونزې ومنلې خو ټينگار يې وکړ چې ورځ په ورځ يې په چارو کې همغږي رامنځ ته کيږي. افغان ولسمشر په داسې حال کې د افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ د ډېرېدو خبره کوي چې لا هم ملکي وگړي د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې هغه څه چې دوى يې تېروتنه بولي وژل کيږي. د کارپوهانو په باور څومره چې ملکي وگړو ته ددغسې بريدونو له امله ځاني زيانونه اوړي هومره له نړيوالو ځواکونو او افغان حکومت څخه خلک واټن پيدا کوي. | ورسره تړلي نور خبرونه د کندهارځانمرگى او د نړيوالوغبرگون17 فبروري, 2008 | افغانستان بهرني ځواکونه: کونړکې موطالبان وژلي17 فبروري, 2008 | افغانستان نيمروزکې طالبانو پوليس وژلي دي15 فبروري, 2008 | افغانستان ناټو: افغانستان ته به ٤٠٠٠ سرتېري واستوو11 فبروري, 2008 | افغانستان گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى07 فبروري, 2008 | افغانستان مذهبي او سياسي مشرانو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه12 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||