BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:07 گرينويچ 2008 ,17 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بهرني ځواکونه: کونړکې موطالبان وژلي

کونړکې امريکايى سرتېرى
ايساف واېې د بم غورځوونکو الوتکو پر مټ ېې بريد کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .
په ختيځ ولايت کونړ کې له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې د بهرنيوځواکونو يو سرتېری ټپي شوی .

د بهرنيو ځواکونو چارواکي وايي په ځواب کې ېې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، خو وسله وال طالبان واېي ددوی يوازې يو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي .

وسله وال طالبان دا ادعا هم کوي چې د بهرنيو ځواکونو گڼ شمېر پوځيان ېې وژلي دي .

بل خوا په فارياب ولايت کې د ښار په دننه کې په بمي چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي

دايساف يو وياند جګړن سټرين برګ وايي يو سرتېری ېې په کونړ کې د وسلوالو سره په جګړه کې ټپي شوی .

دواړه لوري د څوکۍ ولسوالۍ په 'ډېوه ګل' سيمه کې يو بل ته د ډېرې مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کوي .

ايساف واېې د بم غورځوونکو الوتکو پر مټ ېې بريد کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .
بل خوا وسله وال طالبان دا مني چې يو کس يې مړ او دوه نور ټپيان شوي دي .

وسله وال طالبان وايي په دغه نښته کې د بهرنيو ځواکونو دوه پوځي ګاډي او پکې سپاره پو ځيان وژل شوي دي .

د کونړ د 'چپې درې' او د نورستان له 'وايګل' ولسواليو هم د جنګ جګړو رپو ټونه ورکړل شوي دي، خو ايساف واېي چاته پکې مرگ ژوبله نه ده رسېدلې .

همدلته د کونړ په 'ماڼوګۍ' ولسوالۍ کې يوه ناچاودل شوې مرمۍ د لوبو پر وخت دوه کوچنيان ټپيان کړي، چې د يو ه حالت يې نازک ښودل شوی .

ورسره تړلي نور خبرونه
د کونړ والي: بهرني اورپکي مو وژلي
19 جنوري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت