BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:44 گرينويچ 2008 ,19 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کونړ والي: بهرني اورپکي مو وژلي

کونړ
کونړ د افغانستان يو تر ټولو نارامه ولايت دى چې د وسله والو طالبانو او بهرنيو يا افغان ځواکونو ترمنځ پکې ډېرې جگړې کېږي
د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې افغان چارواکو د شاوخوا شلو وسله والو طالبانو او د بهرنيو اورپکو د وژل کېدلو ادعا کړې.

چارواکي وايي نژدې لس تنه نور وسله وال په جگړه کې ټپيان شوي هم دي.

د کونړ والي بې بې سې ته ويلي چې په مړو او ټپېانو کې بهرنيان هم شته. دی وايي اورپکو دافغان پوځ پر سر تېرو د برېد تابيا کوله چې دوى پرې وار دمخه کړ.

جګړه په نا ارامه ولسوالۍ مانوګي کې شوې چې تر اوسه يې طالبانو په اړه څه نه دي ويلي.

دافغان پوځ او بهرنيو ځواکونو ګډ عميات دماڼوګي ولسوالۍ دشوړيک اوکوړنګل په واورو پوښلو سيمو کې شوي. دکونړ والي فضل الله وحيدي وايي له شاو خوا ٢١ ساعتو درنې جګړې او بمبارۍ وروسته ګڼ وسله وال چې د ده په خبره ډېرى يې بهرنيان دي مړه او ټپيان شوي دي.

هغۀ وويل: ''شل کسه مخالفين وژل شوي او لس نور ټپيان دي. دا ټول دجګړې په حال اوهغه سيمو کې چې دوى پخپلو کې په خبرو بوخت وو. خبرې يې کشف شوې، برېد پرې وشو او ووژل شول.''

د دې په ځواب کې چې دکوم لاسوند پر بنسټ دوى وژل شوي بهر نيان ښيي د کونړ والي وويل راټولو شوو سلوالو په سيمه کې پر افغان او نړېوالو پو ځيانو دبريد تابيا کوله او د سلا مشورو خبرې چې دده په وينا دوى تر لاسه کړې په بهرنۍ ژبه دي، نو ډاډه دی چې بهرنيان به په وژل شويو کې وي.

والي وويل: ''شواهد دا دي چې دوى په خپلو کې په عربي اواردو ژبو خبرې کولې، نو ويلی شوچې دوى بهرنيان دي.''

چارواکي وايي په دغه جګړه کې افغان او نړيوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه اوښتې.
په داسې حال کې چې سيمه ييز چارواکې په دغو عملياتو کې ولسي خلکو ته دمرگ ژوبلې د اوښتو څه نه وايي، خو سيمه ييز خلک وايي دوه تنه دالوتکې نه په رالوېدلی بم لګېدلي، يو يې مړ او بل بد ټپي شوی دى.

تر اوسه وسلوالو طالبانو نه ددغې جګړې او يا د خپلې مرگ ژوبلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تېره شپه افغان چارواکو د سيمه ييز تلوېزيون له لارې ددغو عملياتو خبر ورکړی وو او له ځايي خلکو يي غوښتي وو چې دجګړې پر وخت له کورونو ونه وځي.

ورسره تړلي نور خبرونه
په کونړ کې دوه بهرني سرتيري وژل شوي
26 اکتوبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت