BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:44 گرينويچ 2007 ,03 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي پوځ په کوړنگل کې پوخ سړک جوړوي

کونړ
کوړنگل د کونړ تر ټولو نارامه او خورا غرنۍ سيمه ده
امريکايي پوځ د کونړ ولايت په تر ټولو نارامه او غرنۍ سيمه، کوړنگل کې، د يوۀ سړک د بيارغاونې کار پيل کړى دى.

دا سيمه په و روستيو کې د پرلپسې جگړو لامله تر نورو زياته زيانمنه شوې ده. د کونړ په تر ټولو غرنۍ سيمه کې د سړک جوړولو ته هم د امريکايي ځواکونو لخوا د هغو هڅو د يوې برخې په توگه کتل کېږي چې د ځايي خلکو زړونه خپل کړي.

د سړک د رغولو د پيل په يوه غونډه کې ځايي چارواکو وويل د دغې پروژې لگښت به چې شاوخوا دوه نيم ميليونه ډالر اټکل شوى د امريکايي پوځ لخوا ورکول کېږي، چې په کونړ کې د ولايتي بيارغاونې ډلې په چوکاټ کې مېشت دي.

د دغۀ لس کيلومتره اوږد سړک په پخولو سره به لس کلي له ولايتي مرکز، اسد اباد، سره ونښلي او د ساعتونو مزل به څو برابره لنډ شي.

د چارواکو په خبره، د سړک جوړونې په کار کې به په سلگونو سيمه ييز خلک په کار ولگېږي چې د ورځې د پنځۀ نيمو ډالرو په بدل کې به کار کوي.

چارواکي وايي په جگړه ځپلو سيمو کې د خلکو په کار بوختول د ناامنۍ او بېوزلۍ په راکمولو کې ښه مرسته کولى شي. د دغۀ سړک جوړونه ټاکل شوې په څۀ کم يو کال کې بشپړه شي.

 دا سړک زموږ درا تلونکو نسلونو لپاره لويه ګټه ده. د دې سړک په جوړولو کې موږ او بهرنيو دواړو ته فايده ده ځکه پر امريکايانو به نور بمونه نه الوځي او زموږ د دوه درې ساعتونو مزل به يو ساعت ته را لنډ شي
يو ځايي اوسېدونکى، عزيزالله

دکوړنګل خلکو چي زيات عمر يي په سختو مزلو او د سختو غرنۍ لارو لامله د لېږد رالېږد په کړاو کې تېر کړی د سړک پر پخېدو خوښي ښوولې. دوى وايي د سړک جوړېدل به د دوى د تگ راتگ لاره لنډه او د ناروغانو وړل به ورته اسان کړي.

دکوړنګل يو اوسېدونکى عزيز وايي د سړک پخول دوى او بهرنيو ځواکونو دواړو ته ارزښت لري. عزيز واېې که جګړو ورته تاوان ور واړاوه، خو د سيمې د بيارغاونې لپاره يې د چارواکو پام هم ور واړاوۀ.

دى وايي: ''دا سړک زموږ درا تلونکو نسلونو لپاره لويه ګټه ده. د دې سړک په جوړولو کې موږ او بهرنيو دواړو ته فايده ده ځکه پر امريکايانو به نور بمونه نه الوځي او زموږ د دوه درې ساعتونو مزل به يو ساعت ته را لنډ شي.''

دکونړ والي فضل الله وحيدي چي ددغه سرک پرا نيستې ته ورغلی و د ځينو نورو کارونو دجوړيدو ژمنې يې هم وکړې، خو شرط يې داو چې سيمه ييز خلک ورسره دامنيت په راوستو کې مرسته وکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت