|
کونړپوليس:پاکستانى موله وسلو سره نيولى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان پوليس وايي چې په کونړ کې يو پاکستانی وګړی دوسلو سره نيول شوي ،دغه کس او وسلې دباجوړ او کونړ پر پوله نيول شوي. دکونړ چارواکي وايي دغه پاکستانی وګړی دشيګل ولسوالۍ د شلطن په سيمه کې چې دډېورنډ پولې ته څيرمه پرته ده دملې امنيت دکسانو له خوا نيول شوى دى. دده سره يو بل افغان هم نيول شوی چې د چارواکو په وينا وسلې او گڼ توغندي ورسره وو. دکونړ والي فضل الله وحېدي وايي ګڼ شمير توغندي بمونه او نوره وسله له نيول شوو کسانو سره وه . دکونړ والي وويل چې دغه وسله د ډيورڼد له بلې غاړې راوړل شوې ده : ((دا وسلې خو طبعأ دبل ځاى نه راوړل شوي نيول شوی سړی يو دباجوړ اوسېدونکی دي اوپه همدغه کور کې نيول شوی. نو دا ثا بته ده چې دا دبل ځاى نه راوړل شوي.)) نيول شوي کس هم خبر ياﻻنو ته وښودل شو او ځان يې دباجوړ اوسېدونکی وښود. خو دا يې ونه ويل چې څنګه اوولې دلته راغلی: (( زما نوم ګمبېردی دباجوړ اوسېدونکی ېم زما سره ماشېنداره وه زه بهر ناست ووم او ماشن مې په حجره کې وو . دا کسان راغله نورې وسلې مزاېل اواسباب يې واخيستل سل ډزې، مار پور اونور ډېر څه)) کونړ دبلې غاړې ته باجوړ دير او چترال غرنۍ خو دتلو راتلو اسانې ﻻرې لري. له بلې خوا په جنوب ختيځ ولا يت خوست کې بيا د پولې ساتونکو پوليسو پر ګاډي وسلوالو بريد کړی . دوه پوليس ېې وژلي اوگاډى يي ورک دى ، پيښه پولې ته نژدې دببرک تاڼې په سيمه کې شوې ده . دخوست دسرحدي پوليسو مشر سمونوال قاسم خيل دپيښې پخلۍ کړى او وايي چې دګاډي د موندلو لپاره يې لټه پيل کړې ده. راپورونه وايي په همغه ولايت کې دځينو دولتي مامورينو کورونو ته لا سي بمونه ورګو زار شوي خو مرګ ژوبله ېې نه ده اړولې ،وسلوال طالبان ددغو دواړو پيښو مسئوليت نه منې . | ورسره تړلي نور خبرونه په کونړ کې دوه بهرني سرتيري وژل شوي26 اکتوبر, 2007 | افغانستان کونړ کې درې تنه پوليس وژل شوي دي02 نومبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||