BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:51 گرينويچ 2007 ,26 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کونړ کې دوه بهرني سرتيري وژل شوي

طالبان
طالبانو په جگړه کې يوازې د خپلو څلور تنو ملگرو د وژل کيدو پخلى کړى دى
دافغانستان په ختيځ ولايت کونړکې دلږ ترلږه ٢١ طالبانو د وژلو خبر ورکړ شوى دى. ناټو وايي په دغه جگړه کې ددوى دوه سرتيري هم وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د ناټو خبر پاڼه وايي چې دوه سرتيري يې په کونړ کې له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

ناټو د خپلو سرتيرو پيژندگلوي نه کوي چې د کوم هيواد اوسيدونکي دي خو په ختيځ کې ډيرى بهرني سرتيري متحدو ايالاتو پورې اړه لري .

ناټوله وسله والو طالبانو څخه د ځينې وسلو د ترلاسه کولو او د جگړې په ځاى کې د هغوى د يو مړي د پاتې کيدو وايي.

خو د کونړ د والي وياند زرغون خالقياروايي چې د افغان ا وبهرنيو ځواکونو په بريدونو کې تر٢٠ ډير وسله وال طالبان وژل شوي دي .

جگړه د ماڼو گي ولسوالۍ په کوړنگل کې شوې ده،هلته چې له يوې اونۍ راهيسې افغان او بهرني پوځيان د وسله والو طالبانو د موندلو په موخه په عملياتو لگيا دي.

طالبان په دغه جگړه کې د خپلې ډلې دڅلور تنو د وژلو پخلى کوي- د وسله والو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد دعوا کړې ده چې په جگړه کې گڼ بهرني پوځيان مړه او ټپيان شوي دي.

د تازه جگړو په ترڅ کې د يوشمير ولسي خلکو د مرگ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي خو خپلواک پخلى يې ځکه چې خبريالان خپلواکو سرچينو ته لاس رسى نه لري.

ها پلو له سوېل ختيځ ولايت پکتيا څخه هم دنو جنگ جگړو راپورونه ورکړل شوي دي .

وسله وال طالبان ادعا کوي چې د گردې څيړۍ په ولسوالۍ کې يې لومړى د بهرنيو پوځيانو په کتار ځانمرگى بريد او وروسته د سپکو وسلو ډزې کړي دي.

دوى ادعا کوي چې په بريد اوجگړه دواړو کې يې ١٨بهرني پوځيان وژلي دي.

خو په سيمه کې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي چې پر پوځيانو يې ځانمرگى بريد نه بلکې د لارې د غاړې بم الوتى او د سپکو وسلو ډزې هم پرې شوي دي.

ناټو وايي په دغه بريد او ډزو کې يې پو شمير سرتيري ټپيان شوي دي.

ناټو وايي چې د هوايي ځواک په مرسته يې دبريد ځايونه په نښه کړي دي خو وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه څه نه واىى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت