|
د کابل پوليس: ٣٥غله او سړي تښتوونکي مو نيولي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دکابل پوليسو ويلي دي چې دوى په تيرو دوو اوونيو کې ٣٠ تنه نامسوله وسله وال نيولي دي. په دغو کسانو تور دى چې په غلاو او سړي تښتونو کې لاس لري. د کابل د پوليسو قومندان وايي ناقانونه امنيتي شرکتونه او په بازار کې د پوليسو جامو ناقانونه خرڅلاو په کابل کې د ناامنۍ د ډيريدو لامل گرځيدلى دى. په کابل کې دا نوې پيښه نه ده له دې وړاندې هم له ناقانونه وسله والو ډلو سره تړلي کسان د ټيکاو د له منځه وړلو په تور نيول کيږي . د پوليسو په جامو کې دوسله والو غلا غديو ترسره کيدل -د کابل د امنيتي چارواکو په وړاندې د يو نوي سرخوږي په توگه راڅرگند شوي دي. دکابل امنيه قومندان جنرال محمد سالم احساس په ښار کې د پوليسو د جامو ناقانونه کارولو په وړاندې ديو لړ نو گامونو د پورته کولو خبر ورکړ: (( موږ خپل ټولو کسانو ته دلايحې له مخې کوډ نمبر-نوم-دنده اود اړوندې قطعې نوم به يې د جيب پر سر ولگول شي. او ټولو ته کارتونه ورکړل شوي دي چې دوى به يې له مخې وپيژندل شي. هغه کسان چې د پوليسو او نورو امنيتي څانگو له جامو څخه ناقانونه کار اخلي دا يو جرم دى او هغه کسان به هم ونيول شي. موږ باور لرو چې بيا به څوک د پوليسو له جامو گټه پورته نه کړي.)). ده ىو لړ ناقانونه امنيتي شرکتونه چې دفعاليت جواز نه لري هم په دې غلا غديو کې ښکيل وبلل . خو ده ټينگار وکړ چې پوليسويې د مخنيوي لپاره ځانگړى چمتو والى نيولى دى. د کابل د پوليسو مشر دغه نژدې ٣٥ تنه ناقانونه وسله وال چې په کابل کې د غلا غديو او سړي تښتونو په تور نيول شوي دي -کوچنيو جنايي ډلو سره تړي وبلل . دکابل پوليس وايي په په دې ښارکې د غلا غديو او سړي تښتونو د مخنيوي ترڅنگ دوى په دې هڅو بوخت دي چې د هغو کسانو مخه هم ونيسي چې دترهگرو فعاليتونودترسره کولو شک پرې کيږي. که څه هم په تيرو څو اونيو کې د کابل ښار ارامه دى خود روزې په مياشت کې ترسره شوڅو پرله پسې ځانمرگو بريدونو د پلازمينې د اوسيدونکو ترمنځ امنيتي انديښنې ډيرې کړي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه زرگونوافغان پوليس داخترامنيت نيسي11 اکتوبر, 2007 | افغانستان کرزي د کابل امنيتي چارواکي بدل کړل.27 فبروري, 2005 | خبرونه دپارلمانى ټاکنوپه درشل کې امنيتى انديښنې06 جون, 2005 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||