|
زرگونوافغان پوليس داخترامنيت نيسي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې ٥٠٠٠ افغان پوليس به د اختر د امنيت د ډاډمن کولو لپاره د کابل په ښار کې ځاى په ځاى شي. د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري خبريالانو ته وويل چې دغه پوليس به د اختر د ورځې له پيله تر٢٤ ساعتونوپورې په ښار کي خپاره پاتې وي. ده دکابل پر ښاريانو غږ وکړ چې د اختر په اوږدو کې له پوليسو سره مرسته وکړي . ده پنځه نوې بيړنۍ ټليفوني نمرې رسنيو ته وويشلې چې د کابل ښاريانو ته ورسيږي او خلک په اسانۍ سره وکولى شي د کابل د امنيې له چارواکو سره اړيکي ټينگ کړي. ښاغلي بشري وويل پوليس دغه گام ددې لپاره پورته کوي چې د کابل په ښار کې عامه امنيت او ټيکاو وساتل شي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د کابل دټيکاو د ټينگښت لپاره د يو لړ نورو امنيتي گامونو د پورته کولو اعلان وار له مخه کړى دى. تيره اونۍ د ترهگرۍ په وړاندې د کورنيو چارو په وزارت کې د مبارزې ريس جنرال عبدالمنان فراهي وويل چې د پوليسو ادارې د کابل په ښار کې دداسې امنيتي کړۍ پر جوړولو بوخت دي چې ټوليز امنيت ډاډمن کړي. دافغان پوليسو دې جنرال وويل چې دغه گام دولسمشر حامد کرزي د مخامخ لارښونې له مخې پورته کوي. خو داچې ددې بڼه به څه ډول وي -تر اوسه د کورنيو چارو وزارت ډير جزيات نه دي خپاره کړي. دکابل په ښار کې د امنيتي حالت په اړه له هغې وروسته انديښنې ډيرې شوې چې د روزې د مبارکې مياشتې په اوږدو کې څلور پرله پسې ځانمرگو بريدونو لسگونو تنه ووژل چې ډيرى يې د پوليسو او ملي پوځ افسران وو. | ورسره تړلي نور خبرونه په فراه او هلمند کې پوليس وژل شوي15 سپتمبر, 2007 | افغانستان په بادغيس کې څلور پوليس وژل شوي10 سپتمبر, 2007 | افغانستان پوليسو په هلمند کې خپل يو مشر وواژۀ01 سپتمبر, 2007 | افغانستان په پکتيا او کندهار کې بريدونه شوي11 جولاى, 2007 | افغانستان ١٨مياشتوکې به افغان پوليس غښتلي شي12 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||