BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:36 گرينويچ 2007 ,25 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په زابل او کاپيسا کې د افغان سرتېرو مرگ ژوبله

افغان پوځيان
په وروستيو کې پر افغان پوځيانو او پوليسو بريدونه زيات شوي دي
دافغانستان په زابل ولايت كې دتودې جګړې په ترڅ كې افغان چارواكي طالبانو ته ددرنې مرګ ژوبلي داوښتلو خبرې كوي، خو طالبان وايي چې دجګړې پر مهال يې افغان پوځ او بهرنيو ځواكونو ته دسر درانۀ زيانونه اړولي دي.

جګړه دزابل په لري پرته غرنۍ ولسوالي دايي چوپان كي شوې ده .

دافغانستان ددفاع وزارت وايي چې په كاپيسا ولايت كې يې هم له وسله والو طالبانو سره دجګړې پر مهال پنځه سرتيري وژل شوي او نهه سرتيري نور ټپيان دي .

كاپيسا اوزابل دواړه هغه ولايتونه دي چې په يوه ورځ ترې دجنګ جګړورپورټونه ترلاسه شوي دي .كه څه هم په كاپيسا ولايت كې دملي پوځ سرتېري دوسله والو طالبانو په كمين كې ختلي، خو دزابل ولايت په دايي چوپان ولسوالۍ كې دوسله والو طالبانو په خلاف د بهرنيو ځواكونو افغان پوځ او پوليسو د پلټنې عمليات دوام لري .

ځايي اوسېدونكو بي بي سي ته وويل چې بېساري پوځي موټر اوټانكونه ولسوالۍ ته ورغلي او په دوو بېلا بېلو پړاوونو كې له وسله والو طالبانو سره نښتي هم شوي دي . عيني شاهدان دواړو غاړوته دمرګ ژوبلي داوښتلو پخلى كوي خو دقيقاً دمرګ ژوبلي په شمېره ځان ناخبره بولي .

كه څه هم دعملياتو رسمي پايلي لاتراوسه نه دي اعلان شوې خودزابل چارواكي وايي چې تر اته ساعته پرلپسې جګړې وروسته يې لس وسله وال طالبان وژلي او دچارواكو په وينا تر لسو زيات يې ټپيان كړي دي .

طالبان دعوه كوي چې تر دوولسو زيات افغان او بهرني ځواكونه يې وژلي او يوشمېر پوځي موټر يې هم ويجاړ كړي دي .

خو ځايي چارواكي دطالبانو دغه خبره ناسمه بولي. په کابل کې د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې منلې چې يوازې نهه سرتېري يې په دايي چوپان کې ټپيان شوي دي.

د کاپيسا او بغلان بريدونه
په همدې ترڅ كې دافغانستان ددفاع وزارت وايي چې په كاپيسا ولايت كې ديوه وسله وال بريد پر مهال دافغان پوځ پنځه سرتېري وژل شوي دي .

ددفاع وزارت په دغه نښته كې د دريو وسله والو طالبانو دوژل کېدو خبر هم وركوي .

له بلي خوا دبغلان چارواكي وايي چې په نارين ولسوالۍ كي نامعلومه وسله والو پر پوليسو بريد كړى، دوه پوليس يې وژلي او يو بل يې ژوبل كړى دى .

چارواكي وايي چې د ورځې تر ورستيو پوري جګړې دوام درلود.

په ناارامه ولايتونو كې كه څه هم اوس جنګ جګړې چاودنې او بمبارۍ دپخوا په انډول كمي شوي خو اوس افغان او نړۍ وال ځواكونه هڅه كوي چې په ليري پرتو سيموكې دطاّبانوپټنځايونه په نښه كړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت