BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:17 گرينويچ 2008 ,11 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کونړکې يو امريکايى پوځي افسر مسلمان شو

والس نېلسون
دا لومړی ځل دی چې په کونړ کې يو امرېکايى پوځي اسلام ته اوړي او هغه هم په يوه ليرې ولسوالۍ کې .
په ختيځ ولايت کونړ کي يو امريکايى پوځي افسر اسلام ته واوښت، دغه امريکايي افسر په اسمار ولسوالۍ کې دنده لرله، دى وايي د خپلو افغان ملګرو په بلنه ېې د خپلې کورنۍ سره تر سلا وروسته دشهادت کليمه وويله.

د متحدو ايالاتو د ټنسي ايالت ٣١ کلن والس نېلسن پر ځان عبد الرحمن نوم کېښود.

د اسمار والسوالۍ قاضي عبد الولي تازه مسلمان شوي امريکايي ضابط عبدالرحمن ته پخپله پوځي هډه کې د شهادت د ''لا اله الا الله'' کليمه او لومړني احکام وروښوول .

ګن خلک له پوځي اډې بهر د عبدالحمن ليدو ته ورغلي وو، خو له څو کسانو پرته نورو ته دننوتلو اجازه ورنه کړل شوه، راغلو خلکو پر عبدالرحمن ګلونه ور شيندل او تر کليمې ويلو وروسته يې پګړۍ ور په سرکړه .

امريکايي ضابط له خلکو نه داسلام د احکامو په اړه بيا- بيا پوښتنې کولې او ويل ېې ما له ډېر سوچ وروسته داسلام دين تر نورو هغو غوره وګاڼه، ده هيله وښوده چې ښايي مېر من يې هم دده پر لار راشي .

ده وويل:'' زما سره زما خداى مرسته وکړه، ما د نورو دينونو په اړه معلومات راغونډ کړل او اسلام مې پکې خوښ کړ، ما دخپلې ښځې سره په دې اړه خبرې وکړې هغه زما په اسلام راوړلو خوښه شوه او له ماسره ېې موافقه وکړه کله چې زه خپل کورته ولاړ شم خپلي ښځې ته به هم بلنه ورکوم، ښايي هغه زما بلنه ومني.''

په دغه پوځي اډه کې افغان کارکوونکو راته وويل والس نلسن په دغه پوځي اډه کې تر نورو امريکايي پوځيانو دسخت دريځ لرونکی سړي و، چې دهېچا تر ې داسې تمه نه کېده، دا لومړی ځل دی چې په کونړ کې يو امرېکايى پوځي اسلام ته اوړي او هغه هم په يوه ليرې ولسوالۍ کې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت