 | | | د کونړ په ولايت کې د دوشنبې په ورځ او شپه باران ووريدۀ چې سيندونه يې ډک کړل |
وروستي سيلابونه دکونړ په ناړۍ او غازي اباد ولسواليو کې ( د سه شنبه ورځ د زمري ٢٣ اگست ١٤ ) راوتلي چې د چارواکو په وينا پراخ مالي زيان يې اړولى . ځايي چارواکي وايي په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکي سيلاب وړي ،څاروي يې وژلي او لوى او کوچنۍ لارې د ترافيکو په مخ تړل شوي . د کونړ والي شاليزى ديدار وايى د ويجاړيو سمول يې په وس نه دي پوره او له مرسته کونکو غواړي د زيانمنو سيمو او لارو په ازادولو کې ورسره کومک وکړي . (( په هغه سيمه کې ټولې لارې خرابې شوې ،سيلاب ډير زيات راغلى له زرو جريبو نه ډيره ځمکه تخريب شوې ،کورونو ته تاوان رسيدلى خلک په تکليف کې دي موږ له مرستندويانو او دولت نه غواړو د لارو په خلاصولو کې زموږ مرسته وکړي خلک ډ ير مشکل سره مخامخ دي موږ له خپلو امکاناتو هم کار اخلو خو زموږ له وسه نه ده پوره )) له سيلاب ځپلو سيمو راغلو خلکو هم تر هر څه وړاندې د لارو د پرانيستلو او رغولو ويل او له چارواکو يې غوښتل څه چې په وس کې لري ورسره ودې کړي د ناړۍ يو تن اوسيدونکى حاجي مرسلين : (( زرعتي ځمکې يې ډيري له منځه وړي ، ويالې يې هم خرابې کړي او عمومي او فرعي لارې يې ټولې قطعې کړي ،ستونزې ډيرې دي دا غرنۍ سيمه ده چې د مريض او نورو تکليفونو سره دا سيمه مخامخ شوې )) د سږ کال په اږدو کې د افغانستان په ډيرو برخو کې سيلابونه راغلي وو چې د ورکړل شويو شميرو تر مخه سلګونه کسان يې وژلي او ډيرى نور يې دکورونو پريښودو ته اړ کړي .
|