|
مذهبي او سياسي مشرانو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اسلامي مطالعاتو يوه مرکز دديني نهادونو دپياوړ تيا او د مذهبي او سياسي مشرانو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه کړې ده . د اسلامي مطالعاتو په نوم دغه اداره چې مرکز يې په کابل کې دى وايي دولت بايد داسې يوه فضا را منځته کړي چې ديني پوهان ددولت په پاليسيوکې خپل انځور وويني . يادې شوې ادارې پر همدې موخه په ختيز ښار جلال اباد کې له مذهبي اوسياسي کړيو سره د يوه دوه ورځني سيمينار په ترڅ کې سلا مشورې پېل کړې دي . په دې دوه ورځني سيمينار کې به پر دې بحث کېږي چې څنګه دمذهبي او سياسي مشرانو ترمنځ همغږي راتلى شي . د اسلامي مطالعاتو پرمختيايي مرکز وايي په دې هڅه کې دي چې ددين هغه غوښتنې چې له پرمختګ سره اړيکي لري وڅېړي . د ياد شوي مرکز مشر سيد نورالله مراد په افغانستان کې روان تاوتريخوالي ته په اشارې سره وويل چې نور له مذهبي او ديني پلوه په دغه هېواد کې دجنګ جګړې جواز نشته . ده وويل:'' واکمن نظام بېلابېل قضاوتونه لري په خبره يې چې او س په افغانستان کې ديني رهبري له سياسي هغې نه جدا شوې ده .'' هغه دا يوه اړتيا وبلله چې ديني بنسټونه ورغول شي او دسياسي او مذهبي مشرانو ترمنځ همغږي پېدا شي . په سيمينار کې د راټولو شويو ديني پوهانو له يوه سره نظر داوو چې په اسلام کې افراطيت وجود نه لري او هغه څوک چې افراطي ګرايي په اسلام پورې تړي سمه نه ده. دوى دغه راز ټينګار کاوه چې دپخلاينې بهير دې پياوړى شي او دولت دې داسې يوه فضا رامنځته کړي چې مذهبي مشران په دولتي پاليسيو کې خپل انځور وويني . دسيمنار يوه ګډونوال قاضي محمد حسن حقيار ددين او سياست يو له بل سره تړلي وبلل او ټنګار يې وکړ چې که دواړه سره غاړه غړۍ شي اغېزمن تمامېدى شي . په سيمنار کې د راټولو شويو ديني اومذهبي مشرانو زيات ټينګار پر دې وو چې دديني ارزښتونو په پام کې نيولو سره د ولسواکۍ مبارزه پرمخ بيول غواړي دوى داهم ويل چې که څوک د اري ولسواکۍ پر وړاندې خنډونه پېداکوي له دين نه به ناخبره وي . | ورسره تړلي نور خبرونه کونړکې يو امريکايى پوځي افسر مسلمان شو11 فبروري, 2008 | افغانستان خرم: نااسلامي تلوېزيوني خپرونې ترهگري پاروي10 جون, 2007 | خبرونه قاري سراجي په اوومه سټوډيوکې25 سپتمبر, 2007 | خبرونه طلايي قران په لوړه بيه وپلورل شو26 اکتوبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||