BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:39 گرينويچ 2007 ,10 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
خرم: نااسلامي تلوېزيوني خپرونې ترهگري پاروي

کريم خرم
وزير کريم خرم چې يوه مياشت مخکې په ځانمرگي بريد کې ټپي شوى وايي نااسلامي خپرونې مخامخ د ناامنۍ لامل کېداى شي
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزير په کابل کې خپرېدونکي يو شمير خصوصي تلوېزيوني شبکې پړې بللې چې په وينايې ترهگرو ته د حکومت په وړاندې د پروپاگنډو او د هغوى ليکو ته د ځوانانو د ورتلو زمينه برابروي.

وزيرکريم خرم خبريالانو ته وويل چې د يو شمېر دغو تلوېزيوني شبکو ځينې خپرونې د افغاني ټولنې له دودونو او اسلامي ارزښتنو سره اړخ نه لگوي .

دۀ وويل هغه خپرونې چې د اسلام خلاف وي د حکومت مخالفينو ته داسې پلمې په لاس ورکوي چې خلکو کې تبليغ وکړي چې په کابل کې اسلام نشته او له همدې لامله ځوانان ځانمرگي بريدونو ته هم هڅول کېږي.

خپله ښاغلى خرم نژدې يوه مياشت مخکې په سويلي ښار کندهار کې په يوۀ ځانمرگي بريد کې ټپي شو، چې اوس روغ شوى.

د اطلاعات او کلتور وزير وويل هغه تلوېزيونونه چې وايي د اسلام له ارزښتونو سره په ټکر کې خپرونې کوي، په واقعيت کې له ترهگرو سره مرسته کوي.

ښاغلي خرم وويل چې په پرلپسې توگه يو شمېر کابل ښاريانو، دۀ ته د دغو تلوېزيوني شبکو د خپرونو په اړه شکايتونه کړي چې وايي د کورنيو او د ماشومانو اخلاقو ته يې تاوان رسوي.

تلوېزيوني خپرونې او ځانمرگي بريدونه
پر يوۀ افغان خصوصي تلوېزيون باندې هندي پروگرام
 هغه خپرونې چې د اسلام خلاف وي د حکومت مخالفينو ته داسې پلمې په لاس ورکوي چې په خلکو کې تبليغ وکړي چې په کابل کې اسلام نشته او له همدې لامله ځوانان ځانمرگي بريدونو ته هم هڅول کېږي
د اطلاعات و کلتور وزير، کريم خرم

د کابل په گډون په افغانستان کې نژدې لس خصوصي تلوېزيوني شبکې دا مهال خپرونې کوي چې يو شمېر خلک پرې د نيمه لوڅو سندرغاړو دانځورونو او فلمونو د خپرولو له کبله نيوکې کوي .

پخوا د يو شمېر چارواکو لخوا پر دغو تلوېزيوني شبکو نيوکې د نوموړو تلوېزيوني شبکو د چارواکو او يو شمير نورو کسانو لخوا په هيواد کې د وينا د ازادۍ خلاف بلل شوې وي.

داچې د دغو خصوصي تلوېزيوني شبکو د خپرونو د سمون لپاره به څه کېږي، د اطلاعات او کلتور وزارت په دې اړه د کوم بېړني گام د اوچتولو خبره نه کوي.

خو ښاغلى خرم وايي چې هرڅه به د ولسي جرگې ل خوا د رسنيو دنوي تصويب شوي قانون په رڼا کې ترسره کيږي. دغۀ قانون د افغاني کلتور اواسلامي ارزښتونو خلاف خپرونې بندې کړې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت