BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:49 گرينويچ 2007 ,16 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان چارواکو ته له رسنيو سره د احتياط سپارښتنه شوې

افغان ميډيا
د حکومت د منځنۍ او ټيټې کچې چارواکو سربېره، د پوهنتون استادانو ته ويل شوې چې يا سياست غوره کړي يا حکومتي دنده
افغان حکومت له خپلو چارواکو غوښتي چې رسنيو ته د څرگندونو په مهال له احتياط نه کار واخلي . دغه غوښتنه په ملي راډيو تلويزيون کې په خپريدو سربيره د پوهنتونونو په گډون ټولو حکومتي ادارو ته استول شوې ده .

د ې خبرې د کارپوهانو په تيره بيا د پوهنتون د استاذانو په منځ کې داسې اندېښنې راپارولې چې حکومت گواکې په دې غوښتنې سره د فکر او بيان د ازادۍ په اړه له خپلې رسمې تگلارې د شا ته کېدو په حال کې دى .

ها خوا داسې اندېښنې هم شته چې کيدى شي د حکومت دغه غوښتنه د رسنيو فعاليت له خنډونو سره مخامخ کړي .

افغان چارواکي د فکر او بيان ازادي او په همدې ډگر کې د خپلواکه رسنيو رامنځ ته کېدل او وده تل د خپلو برياليتوبونو په سر کې شماري . د رسنيو چلوونکي او خبريالان هم له ستونزو او ننگونوسره سره د خپلواکې ميډيا د ودې له روان بهيره خوښ دي .

خو په همدې ترڅ کې رسنيو ته د څرگندونو په مهال له چارواکو د احتياط په اړه د حکومت دغې وروستۍ رسمي غوښتنې سمدستي ځينې انديښنې هم راپارولې .

که څه هم چې ظاهرا د غوښتنې لهجه ډيره نرمه او پسته ده خو نيوکه کونکي دا گڼي چې د دويمې او دريمې ردې چارواکي د حکومت د همدغې رسمې غوښتنې په پلمه پر لاس لاندې کسانو دروند فشار هم راوستى شي . لوى شک دا دى چې حکومت گواکې د بيان د ازادۍ په برخه کې له خپلو ژمنو د شا ته کيدو په حال کې دى .

له انصافه لرې
 زه په دې ډېر حيران يم چې د حکومت د اوچتې ردې د چارواکو په ذهن کې ولې دا ډول يوه غوښتنه ورگرځي. زما په فکر دا به له انصافه لرې وي چې د بيان دازادۍ، د کارپوهانو د شننو او رسنيو ته د څرگندونو د څرنگوالي واک د حکومت په صلاحيتونو کې واخيستل شي
سيف الدين سيحون، د کابل پوهنتون استاد

په دې لړ کې د پوهنتونونو د استاذانو انديښنې تر نورو ډيرې دي . رسنۍ د دود له مخې د شننو لپاره ډير ځله د پوهنتون همدغو استاذانو ته مخه کوي .

د کابل پوهنتون استاذ سيف الدين سيحون وايي د حکومت دغې غوښتنې ډير حيران کړى دى .

هغه بي بي سي ته وويل: ''زه په دې ډېر حيران يم چې د حکومت د اوچتې ردې د چارواکو په ذهن کې ولې دا ډول يوه غوښتنه ورگرځي . زما په فکر دا به له انصافه لرې وي چې د بيان دازادۍ، د کارپوهانو د شننو او رسنيو ته د څرگندونو د څرنگوالي واک د حکومت په صلاحيتونو کې واخيستل شي . روښانه ده چې د بيان له ازادۍ پرته ټولنه په هيڅ ډگر کې وده نه شي کولى.''

د پوهنتونونو استاذان د لوړو زده کړو د وزير اعظم دادفر د تيرې اونۍ پر هغو څرگندونو هم انديښمن دي چې ويلي يې وو که څوک سياست کول غواړي نو بيا دې له پوهنتونه لاس واخلي .

خو ښاغلى دادفر وايي ده کله هم کوم استاذ رسنيو ته له څرگندونو نه دى راستون کړى خو دا هم نه شي منلى چې پوهنتونو نه په سياسي قطبونو وويشل شي .

دادفر وايي: '' زه د بيان په ازادۍ باور لرم . ما کله هم کوم استاذ له وينا ، نيوکو او رسنيو ته له تلو نه دې راگرځولى . البته په دې اړه يو عمومي مکتوب موږ ته رارسېدلى خو ما تر اوسه کوم استاذ د دغه مکتوب پر غوښتنو هم نه دى اړ ايستلى.

 حکومت دا اندېښنې هم نه پټوي چې ځينې کسان د کارپوهانو او شنونکو په نامه دومره تېز پر مخ روان دي چې کيدى شي د بيان له ازادۍ سره د مرستې پر ځاى دغه تنکي بهير ته دروند تاوان واړوي.

ان تر دې چې ځينې استاذان له انصافه لرې څرگندونې کوي . خو يو څه چې زه يې په پوهنتون کې نه غواړم هغه په سياسي اړخونو او ډلو د پوهنتون وېشل دي . دغو ويشنو په تير کې زموږ لپاره ډيرې بدې پايلې درلودې او پکار نه ده چې موږ ناکامه تجربې بيا تکرار کړو.''

دا لا تر اوسه په سمه توگه نه ده جوته چې حکومت رسنيو ته د څرگندونو په مهال د احتياط په برخه کې په دقيق ډول له خپلو چارواکو څه غواړي او څومره دغه غوښتنه عملي بڼه خپلولى شي؟

خو حکومت دا اندېښنې هم نه پټوي چې ځينې رسنۍ او دا ډول ځينې کسان د کارپوهانو او شنونکو په نامه دومره په بيړه پر مخ روان دي چې کيدى شي د بيان له ازادۍ سره د مرستې پر ځاى دغه تنکي بهير ته دروند تاوان واړوي.

د بيان او فکر ازاديپه تيرو پنځو کالو کې :
په افغانستان کې د فکر او بيان ازادي
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت