|
خبريالان: د رسنيو نوى قانون هڅوونکى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان خبريالانو د ولسي جرگې له خوا د رسنيو د قانون د تصويب هرکلى کړى دى . په افغانستان کې يو شمير خبريالانو بي بي سي ته وويل په دې قانون کې د نيمگړتياو په پرتله ښيگڼې ډيرې دي. په دې قانون کې خبريالانو ته د مالوماتو پر ورکړې ټينگار شوى او دغه قانون به اوس د ولسي جرگې له خوا د يو لړ بدلونو څخه وروسته د مشرانو جرگې ته وړاندې کيږي . که څه د طالبانو له ماتې وروسته لا هم افغانستان د زياتيدونکو جگړو ډگر دى اود خبريالانو کاريي ددغه قانون له توکو سره په افغانستان کې د وينا د خپلواکۍ د ټينگښت هيلې تړلي دي او دافغان خبريالانو په وينا د بيان ازادي په کې تر ډيره خوندي شوې ده . دوى باور ښيي چې ددغه قانون توکي رسنۍ د افغانستان ددولت له ولکې څخه بيلوي . نوى قانون چې اوس د مشرانو جرگې ته وړاندې شوى دى ،د انتخاباتو له لارې د افغانستان د رسنيو د عالي شورا د مشر د ټاکلو وړانديز کوي . افغان خبريالان وايي که ددغه قانون توکي په همدې ډول د مشرانو د جرگې او د ولسمشر حامد کرزي د منلو وړ وگرځي ، د خبريالانو په کار کې به ډيرې اسانتياوې رامنځته کړي . دانش کړو خيل په افغانستان کې د خبريالانو د بيلا بيلو ټولنو ترمنځ د نظر توپير ته په پام سره استدلال کوي چې په دې هيواد کې د خبريالانو ترمنځ د همغږۍ او د يوالي نشتوالى به سياليو ته لار اواره کړي . له دې وړاندي د افغانستان د رسنيو د عالي شورا مشري د دغه هيواد د اطلاعاتو او کلتور وزير کوله . د طالبانو د واکمنۍ له ماتې وروسته افغانستان د اساسي قانون خاوند دى اود پلي کولو هلې ځلې يي روانې دي. خو دغو هڅو هومره پراخوالى نه دى موندلى څومره چې يي د پلي کيدو ژمنې شوې وې . افغان خبريالان انديښمن دي چې د رسنيو قانون به هم يوازې د کاغذ پر مخ پاتې شي او نيوکه يي داده چې دولت قوانين رامنځته کوي خو د پلي کولو په برخه کې يي هڅې بريالۍ نه دي . په کابل کې افغان خبريال او د رويټرز د سيمه ييز دفتر مشر سيد صلاح الدين همدا خبره کوي . په افغانستان کې امنيتي او يا هم سياسي حالاتو د خبريالانو د کار چاپيريال تنگ کړى دى او د ډيرى خبريالانو نيوکې دادي چې افغان چارواکي دوى ته د پيښو په اړه کره مالومات نه ورکوي . خو له بلې خوا د سيمه ييزو رسنيو پريو شمير خبريالانو نيوکه داده چې بې پرې والى په پام کې نه نيسي او راپورونه يي ناانډوله دي . نوى قانون دواړو غاړو ته نوي حقونه ورکوي . له چارواکو غواړي چې خبريالانو ته پوره مالومات ورکړي او له رسنيو هم غواړي چې د پيښو د ښکيلو غاړو نظرونه خپاره کړي . په تيرو پنځه کلونو کې په لسگونو راډيوي او ټلويزوني رسنۍ په افغانستان کې فعالې شوي دي . ددغو نو راښکاره شو رسنيو ترمنځ د سياليو ډگر دومره تود دى چې ځينې وخت يي پر خپرونو ددولتي چارواکو له خوا نيوکې کيږي . ډيرى افغان خبريالان هيله ښيي چې ددغه قانون په پلي کولو سره ددغو نيوکو کچه راټيټداى شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د غبرگولې دويمه23 مۍ, 2007 | خبرونه د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د غبرگولې لومړۍ22 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||