BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:56 گرينويچ 2007 ,22 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د غبرگولې لومړۍ
د کابل د ورځپاڼو غټ ټکي بيا هم ناامني، د هغې لاملونه او حل ته يې وړانديزونه جوړوي.

چراغ ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې په اسلام اباد کې د يوې ديني مدرسې او پوليسو تر منځ تاوتريخوالي ته اشاره کړې او داسې يې انگېرلې چې دا دى په ليکنه يې د پاکستاني طالبانو پلانونه اوس د هغه هيواد لمن هم نيولې.

د چراغ ليکوال ليکي چې په اسلام اباد کې د مدرسې د زده کوونکو له لورې د څو پوليسو تښتونې په ټول پاکستان کې اغېز کړى او د هيواد په کچه يې غبرگونونه پارولي.

ورځپاڼه دې پايلې ته رسېږي چې په سيمه کې سختدريځه ډلې نورې هم پياوړې کېږي او اوس د دې وخت دى چې افغانستان او پاکستان دواړه د زړه له کومي د ترهگرۍ په ضد گډه مبارزه وکړي.

ملي ارمان ورځپاڼې بيا د امنيت د خرابوالي په اړه اندېښنه ښوولې او ليکي چې د ملا دادالله له وژنې وروسته ناامني او ځانمرگي بريدونه په پراخه توگه زيات شوي.

ورځپاڼه ليکي چې د دغو ناامنيو ډېرى قربانيان ولسي خلک دي. ملي ارمان د تاوتريخوالي په کمولو کې ديني علماوو ونډه اغېزمنه بولي او پر هغوى غږ کوي چې عام ولس بايد پوه کړي چې ځانوژونکي بريدونه غير اسلامي دي.

انيس ورځپاڼې ليکلي چې د ناامني وروستۍ ډېرى پېښي په ليرې پرتو سيمو کې کېږي چې د مخنيوي لپاره يې له کليوالو سيمو سره د مرکزونو د ټينگو اړيکو اړتيا په گوته کوي.

ورځپاڼه ليکي چې افغان او نړيوال ځواکونه بايد په داسې ځايونو کې ځاى په ځاى وي چې له ليرې پرتو سيمو سره يې اړيکې ټينگې وي او که هلته څه پېښېږي ژر ورورسېداى شي.

انيس د دفاع وزارت ته سپارښتنه کوي چې ملي پوځ ښه سمبال کړي او ليرې پرتو ناامنو سيمو ته يې ولېږي چې د ناامنيو مخنيوى وکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت