BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:05 گرينويچ 2007 ,23 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د غبرگولې دويمه
په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو نن د کډوالو او امنيت ستونزې په خپلو سرليکنو کې راخيستې.

اميد فردا ورځپاڼه ليکي چې د افغان حکومت او ملي شورا له تودو او ناندريزو بحثونو سره-سره له ايرانه د ايستل کېدونکو کډوالو ستونزه لا نه ده حل شوې او په هماغه خپل حالت لا پاتې ده.

ورځپاڼه زياتوي چې نه يوازې د کډوالو بنسټيزه ستونزه نه ده حل شوې، بلکې له را ايستل شويو هغو سره هم هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

ورځپاڼه خبردارى ورکوي چې که د کډوالو کړکېچ له لويه سره حل نه شي، يوه لويه انساني غميزه رامنځته کېداى شي.

هيواد رځپاڼه ليکي چې که د کډوالو ستونزې ته اوږدمهاله حل پيدا نه شي، کېداى شي د کډوالو کوربانۀ گاونډي هيوادونه له دوى څخه په راتلونکي کې پر افغان حکومت د فشار د وسيلې په توگه کار واخلي.

هيواد زياتوي چې ستونزه نه يوازې له ايران سره ده، بلکې د افغان حکومت بايد پام وي چې پاکستان هم ښايي له هغه هيواده کډوال راوباسي. په وروستيو کې پاکستاني حکومت هلته د افغان کډوالو د څلورو پنډغالو د تړلو اعلان کړى.

اصلاح او انيس ورځپاڼو د امنيتي حالاتو د خرابېدا په اړه ليکنې کړې.

اصلاح په خپله سرليکنه کې ليکي چې سره له دې چې په دې ورستيو کې د وسله والو طالبانو ځينې قومندانان وژل شوي، خو د ناامنۍ کچه په هېڅ ډول نه ټيټه شوې.

ورځپاڼه ليکي چې ناټو او افغان ځواکونه بايد له خپلو مخالفينو سره د مبارزې نوې لارې خپلې کړي چې ژر وکولاى شي امنيتي حالات ښه کړي.

ورځپاڼه زياتوي چې د بهرنيو او افغان ځواکونو د جگړې تکتيکونه نور په اغېزمنه توگه کار نه شي ورکولاى او اوس نوې لارې پکار دي.

انيس بيا د امنيت د ښه کولو لپاره د افغان حکومت يو نوى تکتيک ستايلى او پر لويو لارو يې د ځانگړو امنيتي تدابيرو نيول گټور بللي.

ورځپاڼه ليکي چې په وروستيو وختونو کې ډېرى بريدونه پر لويو لارو کېږي، چې عامو خلکو ته يې نوې اندېښنې پيدا کړې وې او دا چې پر دغو لارو د امنيت ټينگول به بېرته خلکو ته ډاډ ورکړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت