|
طلايي قران په لوړه بيه وپلورل شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دقران کريم يوه اته سوه کلن ټوک په بېساري ډول په ډيره لوړه بيه وپلورل شوه. د لندن په يو نوماند نندارتون Crests action houseکې پر سرو زرو ليکل شوى قران کريم پريولس سوه او څلويښت زره پونډه د برتانيا پر سوداگرو وپلورل شو. ويل کيږي چې په نړۍ کې پر سرو زرو د ليکل شوي قران شريف دا تر گردو لرغونى ټوک دى. د نندارتون چارواکو ويلي دي چې دغه قران په کال ١٢٠٣ زيږدي کې ليکل شوى دى. Crests action house پتيلې وه چې د قران شريف دا گڼه به له ٥٠٠٠٠٠ څخه تر٧٥٠٠٠٠ پونډو وپلورل شي. خو وروستي داوطلب په نړۍ کې د قران کريم ددغسې گڼو او اسلامي نسخو د پلور گرد ريکارډ مات کړ. د قران کريم يوه بله نژدې بشپړه ټوک چې ويل کيږي د لسمې پيړۍ سره تړاو لري پر نهه سوه او شپاړس زره پونډو د همدې سوداگرو لاس ته ورغله. د قران شريف دغه دواړه ټوکه Crests action house نندارتون ديوې امريکايي ټولنې له خوا وپلورل. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||